پېنډۍ ۔17اکتوبر(اے پی پی) د قطبي وزيرستان په ميرعلي سيمه كښې د خوارجو ځانمرګے بريد شنډولو سره څلور خارجيان وژلې شوي۔ د تفصيلاتو له مخې د قطبي وزيرستان په مير علي سيمه كښې خوارجو په امنيتي ځواكونو د بريد هڅه وكړه٬ يو خارجي له بارود څخه ډك كاډے د امنيتي ځواكونو د كېمپ دېوال سره ټكر كولو سره والوزولو٬ دې څخه وروستو درې نورو خارجيانو كېمپ ته د ننوتو هڅه …
په مير علي كښې د خوارجو ځانمرګے بريد شنډ كړے شو ٬ څلور خارجيان ووژل شول

مزید خبریں
پېنډۍ ۔17اکتوبر(اے پی پی) د قطبي وزيرستان په ميرعلي سيمه كښې د خوارجو ځانمرګے بريد شنډولو سره څلور خارجيان وژلې شوي۔ د تفصيلاتو له مخې د قطبي وزيرستان په مير علي سيمه كښې خوارجو په امنيتي ځواكونو د بريد هڅه وكړه٬ يو خارجي له بارود څخه ډك كاډے د امنيتي ځواكونو د كېمپ دېوال سره ټكر كولو سره والوزولو٬ دې څخه وروستو درې نورو خارجيانو كېمپ ته د ننوتو هڅه وكړه۔ د سرچينو لمخې په وخت او مړانې سره د كارروايۍ په نتيجه كښې درې خارجيان كېمپ څخه بهر ووژل شول۔ په دې كارروايۍ كښې د لوے څښتن په فضل امنيتي ځواكونه كوم ځاني زيان سره نه دي مخ شوے۔ يوازې په تېرو دوه ورځو كښې د افغان طالبان ملاتړ لرونكي 88 خارجيان وژلې شوې دي۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي د نېشنل اېكشن پلان لاندې به تر د وروستي خارجي ختمولو پاك پوځ او قانون نافذ كوؤنكې ادارې د هېواد دفاع لپاره دغسې ټينګې ولاړې پاتې كيږي۔











