اسلام آباد 16اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د آل پاكستان نيوز پيپرز اينډ اليكټرانك ميډيا ايمپلائيز كنفيډرېشن (ايپنك) نوي ټاكلي شوي چيئرمېن محمد صديق انظر پشمول نورو عهديدارو له مباركي وركولو سره د هغوي څخه سوګند واخست او د خبريالانو حقونو لپاره يې د هر ممكن مرستې باور وركړو۔تېره ورځ انفارمېشن سروس اكيډمۍ اسلام آباد كښې د ايپنك نوو ټاكلے شوو عهديدارو …
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د ايپنك نوو ټاكلے شوو عهديدارو څخه سوګند واخست٬ د خبريالانو حقونو لپاره د هر ممكن مرستې باور

مزید خبریں
اسلام آباد 16اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د آل پاكستان نيوز پيپرز اينډ اليكټرانك ميډيا ايمپلائيز كنفيډرېشن (ايپنك) نوي ټاكلي شوي چيئرمېن محمد صديق انظر پشمول نورو عهديدارو له مباركي وركولو سره د هغوي څخه سوګند واخست او د خبريالانو حقونو لپاره يې د هر ممكن مرستې باور وركړو۔تېره ورځ انفارمېشن سروس اكيډمۍ اسلام آباد كښې د ايپنك نوو ټاكلے شوو عهديدارو د سوګند پورته كولو دستورې وشوه چې پكښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬ سېنېټ كښې د دفاع اسټينډنګ كمېټۍ چيئرمېن سينيټر محمد طلحه محمود٬د سوريه سفير رازم العري٬د انفارمېشن سروسز اكېډمۍ ايګزيكټو ډائرېكټر جنرل عمرانه وزير٬ايګزيكټو ډائرېكټر جنرل/پي آئي او مبشر حسن٬ ډائرېكټر خواجه معاذ٬ډائرېكټر زوبيه٬د فيډرل هاؤسنګ فاؤنډېشن ډائرېكټر عمر سيال٬ د پي ايف يو جے(دستور)صدر حاجي محمد نواز رضا٬ د پي ايف يو جے(وركر)صدر ډاكټر سعديه كمال٬ د پي ايف يو جے(رانا عظيم) نائب صدر فرحت فاطمه٬ناياب ليب سي اي او ډاكټر ظهير الدين شيخ پشمول مهمو سياسي او سماجي شخصيات و خبريالانو ګډون وكړو ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ په خپل خطاب كښې ووئئېل حكومت د رائے په آزادۍ او په ذمه واره صحافت پوخ باور لري ٬د ميډيا او حكومت تعلق د شراكتدارۍ دے د تصادم نه ٬مونږ به صحافت ته ودې وركولو لپاره هر ممكن مرسته روانه ساتو۔ده نوو ټاكلے شوو عهديدارو ته مباركي وركولو سره هيله څرګند كړه چې هغوي به د ميډيا انډسټري مسئلو حل او صحافتي معيار ښه كولو كښې مؤثر كردار ادا كړي۔ده په نړيواله كچه د پاكستان كاميابو هم ذكر وكړو او اسرائيل او فلسطين ترمينځه امن لوظ نامې لپاره د پاكستان د هڅو حواله يې هم وركړه۔ده ووئيل د امريكې صدر لخوا د پاكستان ستائنه زمونږ د حكومت كاركردګۍ ښكاره ثبوت دے۔د دستورې په اختتام د اطلاعات وزير د ښې كاركردګۍ څرګندونه كوونكو خبريالانو او مهمو شخصياتو ته د ايپنك لخوا ايوارډز هم وركړل او د ايپنك نوې قيادت سره يې ګروپ عكس جوړ كړو۔په دې موقع خاص دستوره هم وشوه چې پكښې سينيټر طلحه محمود د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو او نوو عهديدارانو له يې مباركي وركولو سره خبريالانو او د ميډيا وركرز حقونو لپاره په كار كولو ايپنك عهديدارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې او د خپلې خوا د بشپړه مرستې پخلے يې وكړو۔په دې موقع نيو ټاكلي چيئرمېن صديق انظر يو ځل بيا د باور په څرګندونه د ټول هېواد خبريالانو او ميډيا وركرز مننه وكړه او د خبريالانو او ميډيا وركرز حقونو لپاره يې هلو ځلو جاري ساتلو د عزم پخلے وكړو۔











