جنرل ساحر شمشاد مرزا د سيمه ايز امن او استحکام ودې، د ګلوبل نارتھ او ساؤتھ ترمېنځه اړيكې په متوازن كولو لپاره د پاكستان د فعاله كردار د عزم څرګندونه وكړه

پېنډۍ 16 اکتوبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا د سيمه ايز امن او استحکام ودې، د ګلوبل نارتھ او ساؤتھ ترمېنځه خبرو اترو٬ا حترام او اصولي سفارت كارۍ دلارې اړيكې په متوازن كولو لپاره د پاكستان د فعاله كردار د عزم څرګندونه كړې او په فلسطين او د جمو و کشمير پشمول د شخړو سپېځلې او سوله ايز حل لپاره د …

پېنډۍ 16 اکتوبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا د سيمه ايز امن او استحکام ودې، د ګلوبل نارتھ او ساؤتھ ترمېنځه خبرو اترو٬ا حترام او اصولي سفارت كارۍ دلارې اړيكې په متوازن كولو لپاره د پاكستان د فعاله كردار د عزم څرګندونه كړې او په فلسطين او د جمو و کشمير پشمول د شخړو سپېځلې او سوله ايز حل لپاره د پاکستان د مستقل حمايت پخلې كړے دے۔ د زيارت په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې جنرل ساحر شمشاد مرزا د نپس،نسټ يونيورسټي ترسېوري لاندې د ‘اسلام آباد سمپوزيم 2025’ په پائې غونډه كښې د خاص مېلمه په وګه ګډون كړې۔ دستورې ته د وېنا په مهال جنرل ساحر شمشاد مرزا د جے سي اېس سي د ټولو مقررينو او پينلسټس مننه وكړه او په نړيوال او سيمه ايز ماحول ئې رڼا واچوله۔ ده د سيمه ايز امن او استحکام ودې، د ګلوبل نارتھ او ساؤتھ ترمېنځه اړيكې په متوازن كولو لپاره د پاكستان د فعاله كردار د عزم څرګندونه وكړه۔ په دستوره كښې د اکيډيميا غړو، بيوروکريټس، غير ملکي سفيرانو، د بزنس كميونټي نمائندګانو او د نوموړو پوهتنونونو زده كوٶنكو او د فېلكټۍ غړو ګډون كړې