اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو وفاقي وزير محسن نقوي د ټي ايل پي وسله والې ډلې څخه په وظيفائي ډول په چلند امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيل دي چې ٬ د جوماتونو مينارو او د كورونو چهتونو څخه ډزې كوٶنكي قابو كول آسان نه ٶ، حکومت د احتجاج نه وړاندې او تر آخري لمحې د مذاكراتو هڅه كړې خو ټي ايل پي مسلسل …
د ټي ايل پي وسله والې ډلې څخه په وظيفائي ډول په چلند ځواكونو ته پېرزوئنې٬ د جوماتونو مينارو او د كورونو چهتونو څخه ډزې كوٶنكي قابو كول آسان نه ٶ، حکومت د احتجاج نه وړاندې او تر آخري لمحې د مذاكراتو هڅه كړې۔ محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو وفاقي وزير محسن نقوي د ټي ايل پي وسله والې ډلې څخه په وظيفائي ډول په چلند امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيل دي چې ٬ د جوماتونو مينارو او د كورونو چهتونو څخه ډزې كوٶنكي قابو كول آسان نه ٶ، حکومت د احتجاج نه وړاندې او تر آخري لمحې د مذاكراتو هڅه كړې خو ټي ايل پي مسلسل د قتل او ترهګرۍ كښې د ككړ كسانو د خوشې كولو مطالبې كولې، د ټي اېل پي د عهدېدارو نه علاوه به حكومت د يو كس په ضد كارروائي نه كوي٬ دا دې ووئېلې شي چې دا احتجاج فلسطين سره يووالي لپاره ٶ يا د ترهګرو خوشې كولو لپاره؟ د زيارت په ورځ په داخله وزارت كښې وفاقي وزيرانو سردار يوسف، عطاء تارړ، او وزير مملکت طلال چوهدري سره په ګډه پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال محسن نقوي ووئيل څوك چې دا وائي چې مذاكرات نه دې شوي نو زه دوي ته وئيل غوارم چې په سړكونو د راتلو نه وړاندې دوي سره مذاكرات پېل شوي وو چې تصديق ئې د ټي ايل پي اعليٰ عهديداران خپله هم كولې شي۔ ده ووئيل حکومت هر ځل دوي ته ووئيل چې تاسو ستون شئ، ستاسو په ضد به كاروائي نه كېږي خو د دوي مطالبې د هر ځل نه وړاندې زياتې سختې كېدې۔ ده ووئيل ټي ايل پي څخه دې پوښتنه وكړې شي چې قاتلان او ترهګرو خوشې كولو مطالبې آيا ده د فلسطين کاز برخه وه؟ ده ووئيل “لبيک يا رسول الله” يوازې د دوي نعره نه ده بلكې زمونږ د ټولو ده ۔ محسن نقوي ووئيل په دغه ورځ په چا هم غېر ضروري تشدد نه دې شوې يوازې د ھغه خلقو لاره ونيولې شوې څوك چې وسله په لاس ٶ او ډزې ئې كولې۔ ده ووئيل پوليس له په هر صورت كښې سړك كليئر كول وو او ټول امنيتي ځواكونه د افرين مستق دي ځكه چې د دې وسله ولې ډلې قابو كول آسان نه ٶ٬ ځېنې كسانو د جوماتونو مينارو او د كورونو چهتونو څخه ډزې كولې۔ ده ووئيل د هېواد يو اهم دينې او سياسي شخصيت په مېنځ كښې د مصالحت هڅه وكړه خو ټي ايل پي ھغه له هم دهوكه وركړه۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل حکومت ويډيو شواهد لري چې پكښې واضح ليدلې كېدې شي چې د ټي ايل پي کارکنانو په ګن پوائنټ ګاډې ترلاسه كولو سره په احتجاج كښې شامل وو۔ په آخر كښې وفاقي وزير ووئيل چې (نن) د جمعې په ورځ به د پاکستان اولس فلسطينيانو ته د دوي په حق ترلاسه كېدو د مننې څرګندونه كوي۔ ده د مذهبي چارو وزير او علمائے کرام له باور وركړو چې د ټي ايل پي د عهدېدارو نه علاوه به د يوې مدرسے يا عالم دين په ضد كاروائي نه كېږي۔











