د ګلګت بلتستان امن ته زمونږ ټولو ضرورت دے ۔وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان

ګلګت 15 اكتوبر(اے پي پي)د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان د پارليماني امن كمېټۍ او علمائے كرامو سره په خبرو كښې ووئيل امن زمونږ د ټولو ضرورت دے ۔د ګلګت بلتستان د اهلسنت الجماعت د كوهستان تنظيم په امير قاضي نثار احمد د ترهه ګرو لخوا د قاتلانه بريد نه پس امن او امان او د ورورولۍ فضاﺀ په ځاے ساتلو كښې د علمائے كرام او سول سوسائټۍ چې …

ګلګت 15 اكتوبر(اے پي پي)د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان د پارليماني امن كمېټۍ او علمائے كرامو سره په خبرو كښې ووئيل امن زمونږ د ټولو ضرورت دے ۔د ګلګت بلتستان د اهلسنت الجماعت د كوهستان تنظيم په امير قاضي نثار احمد د ترهه ګرو لخوا د قاتلانه بريد نه پس امن او امان او د ورورولۍ فضاﺀ په ځاے ساتلو كښې د علمائے كرام او سول سوسائټۍ چې كوم كردار ادا كړے هغه دي ستائنې وړ دے ۔وزيراعلٰی ووئيل قاضي نثار احمد د قاتلانه بريد نه پس هم د صبر او امن درس وركړے د كوم له امله چې د ترهه ګرو عزائم ناكامه شوي۔په مولانا قاضي نثار احمد د قاتلانه بريد ټولو مسلكونو او طبقو په يوه خله غندنه وكړه كومه چې ګلګت بلتستان كښې د امن سباؤن لپاره خوشبينه ده۔د ترهه ګرۍ په دې پېښه كښې ككړ ټول مجرمان به په هر صورت خپل انجام ته رسولې شي۔قانون نافذ كوونكې ادارې او پوليس د ټولو ترهه ګرو نيولو لپاره كار كوي۔

مزید خبریں