پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نوے منتخب وزيراعليٰ د سوګند پورته كولو په اړه په درخواست پېښور هائي كورټ د دلائلو بشپړېدو نه وروسته پرېكړه خوندي كړې۔ د پېښور هائي كورټ چيف جسټس په مشرۍ كښې د كېس سماعت شوې چې پكښې ايډيشنل اټارني جنرل عدالت خبر كړو چې ګورنر په سركاري دوره دے او ھغه به سبا غرمه راستنېږي٬ عدالت استفسار كړو چې ګورنر د …
د خېبر پښتونخوا نوے منتخب وزيراعليٰ د سوګند پورته كولو په اړه په درخواست پېښور هائي كورټ د دلائلو بشپړېدو نه وروسته پرېكړ خوندي كړه

مزید خبریں
پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نوے منتخب وزيراعليٰ د سوګند پورته كولو په اړه په درخواست پېښور هائي كورټ د دلائلو بشپړېدو نه وروسته پرېكړه خوندي كړې۔ د پېښور هائي كورټ چيف جسټس په مشرۍ كښې د كېس سماعت شوې چې پكښې ايډيشنل اټارني جنرل عدالت خبر كړو چې ګورنر په سركاري دوره دے او ھغه به سبا غرمه راستنېږي٬ عدالت استفسار كړو چې ګورنر د سوګند پورته كولو په اړه څه موقف خپل كړے دے؟ په دې ايډيشنل اټارني جنرل ووئيل چې ګورنر د وزيراعلٰې علي امين ګنډاپور استعفا منظورۍ لپاره رابللے دے٬ عدالت د اټارني جنرل څخه معلوم كړل چې ايا ګورنر سوګند پورته كولو لپاره راضي دے يا نا، د دې په ځواب ووئيل شول چې د ګورنر د راستنېدو نه وروسته به پرېكړه ممكن وي٬ د ګورنر وکيل عامر جاويد ايډووکيټ عدالت كښې مؤقف اختيار كړو چې ګورنر به سبا راستون شي او هيله لرو چې تر ھغې به د استعفيٰ منظورولو سره سوګند هم واخستې شي٬ د سماعت په بشپړېدو عدالت پرېكړه محفوظ كړه۔










