پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) پېښور هائیکورټ د خېبر پښتونخوا نوي وزیرِاعلیٰ څخه د سوګند اغستو كښې د تاخیر په اړه د پاکستان تحریك ِ انصاف د آرټیکل 255 ترمخه دائر آئینی درخواست باندې محفوظ پريكړه اورولو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ته د نوي ټاكلي وزیراعلیٰ څخه سبا د شورو ورځې تر څلورو بجو د سوګند اغستلو سپارښتنه كړې ده ۔د پېښور هائي كورټ چیف جسټس اېس اېم …
پېښور هائیکورټ د خېبر پښتونخوا ګورنر ته د نوي ټاكلي وزیراعلیٰ څخه تر (سبا) مازيګر د سوګند اغستو سپارښتنه

مزید خبریں
پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) پېښور هائیکورټ د خېبر پښتونخوا نوي وزیرِاعلیٰ څخه د سوګند اغستو كښې د تاخیر په اړه د پاکستان تحریك ِ انصاف د آرټیکل 255 ترمخه دائر آئینی درخواست باندې محفوظ پريكړه اورولو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ته د نوي ټاكلي وزیراعلیٰ څخه سبا د شورو ورځې تر څلورو بجو د سوګند اغستلو سپارښتنه كړې ده ۔د پېښور هائي كورټ چیف جسټس اېس اېم عتیق شاہ د خېبر پښتونخوا نوي وزیراعلیٰ سهیل آفریدي څخه سوګند اخستلو لپاره په دائر شوي درخواست سماعت وكړو،په دې مهال عدالت څو ځله د خېبر پښتونخوا ګورنر د مؤقف پوښتنه وكړه۔د ګورنر وکیل عامر جاوید عدالت ته ووئيل د علی امین ګنډا پور رابللو نه پس ګورنر کراچۍ ته تللے ؤ او په راستنيدو به د قانون له مخې اقدام كوي۔چیف جسېس ریمارکس وركړل چې د وزیراعلیٰ استعفیٰ وركولو سره استعفیٰ وشوه،هغه كه ګورنر منظور کړي يا نه۔د پي ټي آئي وکیل سلمان اکرم راجه عدالت كښې مؤقف اختیار کړو چې علي امین ګنډا پور استعفیٰ وركړې ده او نوي وزیرِاعلیٰ له يې ووټ هم وركړے۔دلائل بشړيدو نه پس عدالت پريكړه اورولو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ته د نوي ټاكلي وزیراعلیٰ څخه تر سبا د شورو ورځې تد 4 بجو د سوګند اخستلو امر وكړو۔










