سرينګر 13 اكتوبر (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د كل جماعتي جريت كانفرنس په نړيواله ورورولۍ او د بشري حقونو په تنظيمونو زور راوړے دے چې هغوي په سيمه كښې د هند د روانې رياستي ترهه ګرۍ او د بشري حقونو د خلاف ورزيو سمدستي نوڼس واخلي ۔ د كشمير ميډيا سروس تر مخه د كل جماعتي حريت كانفرنس وياند ايډوكېټ …
نړيواله ورورولي دې شخړيز جمو و كشمير كښې د هند د رياستي ترهه ګرۍ نوټس واخلي ٬ حريت لارښود

مزید خبریں
سرينګر 13 اكتوبر (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د كل جماعتي جريت كانفرنس په نړيواله ورورولۍ او د بشري حقونو په تنظيمونو زور راوړے دے چې هغوي په سيمه كښې د هند د روانې رياستي ترهه ګرۍ او د بشري حقونو د خلاف ورزيو سمدستي نوڼس واخلي ۔ د كشمير ميډيا سروس تر مخه د كل جماعتي حريت كانفرنس وياند ايډوكېټ عبدارشيد منهاس د سرينګر نه جاري بيان كښې ووئېل هند د 27 اكتوبر 1947 نه چې كله د كشميري اولس د خوښې برعكس په سرينګر كښې خپل پوځونه كوز كړل او په سيمه يې جبرې قبضه وكړه نو جمو وكمشير يې خپله يوه كالوني ګڼلې ده ۔ وياند ووئېل په مقبوضه جمو و كشمير كښې د روانې آباد كارۍ د لارې په منطقه كښې د آباد كارۍ تناسب بدلول د اسټريه سوائم سېوك سنګه او د هند د جنتنا پارټي پخوانے خوب دے۔ هغه ووئېل په ووټر لسټونو كښې د غېر كشميريانو هندوانو نامې شاملول په شخړيز كشمير كښې د هندوتوا حكومت ناوړه منصوبه وړاندې بوتلو لپاره يوه بله منصوبه ده۔هغه ووئېل نړيواله ورورولي او د بشري حقونو تنظيونه دې د هند د روانې رياستي ترهه ګرۍ او د بشري حقونو د خلاف ورزيو سمدستي نوڼس واخلي۔










