سهيل افريدي د خېبرپښتونخوا نوے وزيراعليٰ وټاكلے شو ، د اپوزيشن ايوان څخه واك اٶټ

پېښور 13 اكتوبر (اے پي پي) سهېل آفريدي د خېبرپښتونخوا نوے وزيراعليٰ ټاكلے شوے دے ٬ په صوبائي اسمبلۍ كښې د نوي وزيراعليٰ انتخاب لپاره غونډه د سپيكر بابر سليم سواتي په مشرۍ كښې وشوه ٬ اپوزيشن په انتخابي عمل د تحفظات څرګندونې كولو سره ايوان څخه واك آؤټ وكړو۔ د صوبې د نوي وزيراعليٰ انتخاب لپاره څلورو كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړي وٶ چې پكښې د پاكستان تحريك …

پېښور 13 اكتوبر (اے پي پي) سهېل آفريدي د خېبرپښتونخوا نوے وزيراعليٰ ټاكلے شوے دے ٬ په صوبائي اسمبلۍ كښې د نوي وزيراعليٰ انتخاب لپاره غونډه د سپيكر بابر سليم سواتي په مشرۍ كښې وشوه ٬ اپوزيشن په انتخابي عمل د تحفظات څرګندونې كولو سره ايوان څخه واك آؤټ وكړو۔ د صوبې د نوي وزيراعليٰ انتخاب لپاره څلورو كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړي وٶ چې پكښې د پاكستان تحريك انصاف كانديد سهېل آفريدي ، د جمعيت علمائے اسلام (ف) مولانا لطف الرحمان، د مسلم ليګ (ن) سردار شاه جهان يوسف او د پاكستان پيپلز پارټۍ كانديد ارباب زرك خان شامل وو۔ د ووټنګ نه وروستو سپيكر نتيجه واوروله چې د پي ټي آئي كانديد سهېل آفريدي 90 ووټونو سره د صوبې وزيراعليٰ وټلكلے شو۔ په دې موقع سهېل خان آفريدي ايوان كښې د خپلې وېنا په مهال ووئيل زه د ټولو نه وړاندې پاكستانے٬ بيا پښتون او بيا قبائيل يم٬ ما د محنت او اولس باور په نتيجه كښې دا منصب ترلاسه كړے او زما پېغام پرمختګ٬ مساوات او د قبائلي ضلعو فكري بهتري ده۔ سهېل افريدي ووئيل زه قبائيل ضلع څخه تعلق لرم٬ دغه ضلعې په پرمختګ كښې وروستو پاتي دي او زما د حكومت وړومبے هدف به د دغې سيمو په تندۍ سره پرمختګ وي۔ ده ووئيل زه اقتدار نه بلكې خدمت خپل مقصد ګڼم او د خپل ذات و مفادات لپاره نا بلكې د اولس نمائنده په توګه د خپل فرض پالنې لپاره راغلے يم۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ زيات ځپلي شوې يو او نن هم زمونږ خلق قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په نتيجه كښې نن هم زمونږ خلق شهيدان كېږي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت به د اولس د هيلو له مخې كار كوي او د صوبې امن او استحكام لپاره به هر ډول ممكنه ګامونه اخلي

مزید خبریں