اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خېبر پښتونخوا چارو کوآرډينيټر اختيار ولي خان د پي ټي آئي د پاليسو غندنه كولو سره خبردارې وركړې چې د خېبر پښتونخوا سيکيورټي يا د وګړو حفاظت لپاره به د كوم هم خطر په ضد زيرو ټالرنس وي۔ ميډيا چينل سره خصوصي خبرو كښې اختيار ولي د پي ټي آئي کمزورو پاليسو په مقابلے كښې د حکومت د …
اختيار ولي خان د پي ټي آئي پاليسو غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خېبر پښتونخوا چارو کوآرډينيټر اختيار ولي خان د پي ټي آئي د پاليسو غندنه كولو سره خبردارې وركړې چې د خېبر پښتونخوا سيکيورټي يا د وګړو حفاظت لپاره به د كوم هم خطر په ضد زيرو ټالرنس وي۔ ميډيا چينل سره خصوصي خبرو كښې اختيار ولي د پي ټي آئي کمزورو پاليسو په مقابلے كښې د حکومت د كلك عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل د هېواد نورو برخو په شان د خېبر پښتونخوا سيکيورټي ته وفاقي حکومت پام لرنه كوي۔ده په پي ټي آئي تور ولګولو چې هغوې په خپل دور اقتدار كښې په نېشنل ايکشن پلان عمل نه کولو سره د هېواد امن ته زيان رسولې دے۔ده د پي ټي آئي په باني الزام ولګولو چې هغه د اولسي ښېګړے په ځائې خپل تنګ نظر سياسي ګټو په بنياد د وزير اعليٰ انتخاب کړې۔اختيار ولي د خېبر پښتونخوا موجوده خراب صورتحال ذمه وار ههم پي ټي آئي وګرځولو۔










