بنو كښې د سي ټي ډي او پوليس كاروائي٬ د څلورو اهلكارو په شهادت كښې ككړ ماسټر مائنډ پشمول 2 خوارج ووژل شول

پیښور 10 اكتوبر (اے پي پي)د بنو ريجن ډي آئي جي سجاد خان په امر سي ټي ډي او د بنو پوليس په استخباراتي اطلاع ډوميل سيمه كښې په كمپني سړك شريكه كاروائۍ كښې د فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي دوه خوارج ووژل۔د بنو پوسي ډي آئي جي وياند له مخې خوارج د بنو پوليس او سي ټي ډي ته په ځينو مقدمو كښې مطلوب وو٬وژلے شوو ترهه ګرو كښې …

پیښور 10 اكتوبر (اے پي پي)د بنو ريجن ډي آئي جي سجاد خان په امر سي ټي ډي او د بنو پوليس په استخباراتي اطلاع ډوميل سيمه كښې په كمپني سړك شريكه كاروائۍ كښې د فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي دوه خوارج ووژل۔د بنو پوسي ډي آئي جي وياند له مخې خوارج د بنو پوليس او سي ټي ډي ته په ځينو مقدمو كښې مطلوب وو٬وژلے شوو ترهه ګرو كښې د سي ټي ډي څلورو مېړنو اهلكارو د شهادت ماسټر مائنډ راشدين عرف ملنګ هم شامل دے۔د ترهه ګرو د قبضې څخه په لوي مقدار وسله٬لاسي بمونه او د كالعدم تنظيم كارډنر برآمد شوي۔د پېښې نه پس سيمه كښې پوليس او سي ټي ډي شريك سرچ آپرېشن پېل كړے٬ دغسې تښتېدلې ترهه ګر به هم قانون سره مخ كولې شي۔د بنو ريجن ډي آئي جي سجاد خان آپرېشن كښې برخه اخستوونكو د بنو پوليس او سي ټي ډي ډلو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل بنو پوليس او د سي ټي ډي ځوانانو بهادري ٬جرات او قربانۍ د امن راوستلو ضمانت دي ۔بنو ريجن به د ترهه ګرو ناپاكه وجود څخه په بشپړه توكه پاكولې شي

مزید خبریں