پي سي بي د پاكستان او سوئېلي افريقې ترمينځه سيريز لپاره نشرياتي تفصيلات جاري كړل

اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)پاكستان كركټ بورډ(پي سي بي)پاكستان او سوئېلي افريقې ډلو ترمينځه سيريز لپاره نشرياتي تفصيلات جاري كړي دي چې له مخې يې د سوئيلي افرېقې پخوانے كپتان شان پولاك٬د پاكستان پخوانے ټيسټ كپتان عامر سهيل٬رميز راجه٬وقار يونس او بازيد خان د ټيسټ سيريز د كمنټري پينل برخه دي۔ د وائټ بال سيريز په مهال عامر سهيل٬رميز راجه٬عروج ممتاز٬جے پي ډومني او ورنن فلینډر به د کمنټری …

اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)پاكستان كركټ بورډ(پي سي بي)پاكستان او سوئېلي افريقې ډلو ترمينځه سيريز لپاره نشرياتي تفصيلات جاري كړي دي چې له مخې يې د سوئيلي افرېقې پخوانے كپتان شان پولاك٬د پاكستان پخوانے ټيسټ كپتان عامر سهيل٬رميز راجه٬وقار يونس او بازيد خان د ټيسټ سيريز د كمنټري پينل برخه دي۔ د وائټ بال سيريز په مهال عامر سهيل٬رميز راجه٬عروج ممتاز٬جے پي ډومني او ورنن فلینډر به د کمنټری وظيفه ترسره كوي۔ د پي سي بي له مخې به د سيريز نشريات هائي ډيفينيشن كوالټي كښې وړاندې كولې شي چې پكښې به 28 كيمرې٬بګي كيم پشمول جديد هاك آئي او الټرا ايج ډي آر ايس ټېكنالوجي شامله وي۔پاكستان كښې د كركټ خوښوونكې د اے سپورټس او ټين سپورټس ميچونه نيغ په نيغه كتلې شي او په ټيپ ميډ او تماشه پليټ فارمز به د سيريز لائيو سټريمنګ ترلاسه وي۔۔

مزید خبریں