په خېبرپښتونخوا كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ بې شمېره موقعې موجود دي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر

پېښور 08 اکتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ بې شمېره موقعې موجود دي٬ماحول ساز ګار كولو سره د صوبې سره پېوست پولې د تجارت لپاره موثره كولو ضرورت دے٬كه د خېبرپښتونخوا 7 پاسز پرانستلې شول نو نړيوال تجارت كښې به انقلاب راشي۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان …

پېښور 08 اکتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ بې شمېره موقعې موجود دي٬ماحول ساز ګار كولو سره د صوبې سره پېوست پولې د تجارت لپاره موثره كولو ضرورت دے٬كه د خېبرپښتونخوا 7 پاسز پرانستلې شول نو نړيوال تجارت كښې به انقلاب راشي۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان انسټي ټيوټ آف ټريډ اينډ ډوېلپمنټ كښې د 31م سپيشلائزډ پروګرام تر سيوري لاندې د تريډ اينډ كامرس ګروپ افسرانو د پېښور ګورنر مطالعاتي دورې كولو په مهال كړې۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم د ملاقات كوونكو اسفرانو په ګورنر هاوس كښې هركلے وكړو ۔ دوي ګورنر څخه د قدرتي وسائل٬معدنيات٬آئل او ګاز٬سېلګرۍ٬ په پولو د تګ راتګ او تجارت ودې په اړه پوښتنې وكړې او ځوابونه يې ترلاسه كړل ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل د تجارت او سرمايه كارۍ ودې لپاره امن بنيادي څيز دے٬د خېبرپښتونخوا د لارې تر مينځنۍ آسيا هېوادنو د تجارتي هلو ځلو پراخه موقعې موجود دي۔ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې كاروبار او تجارت ته ودې وركولو لپاره كارپوريټ سيكټر٬ انډسټریلسټ ته ټولې آسانۍ وركړو٬بدقسمتۍ څخه د كركيلې پشمول په ټولو څانګو له د سنجيدګۍ څرګندونه نه ده شوی۔ده ووئيل چېلنجونه زيات دي٬مونږ هيله لرو چې ستونزې به لرې كړو٬ ده ووئېل ګورنر هاؤس دا مهال په ټولو څانګو كښې د خذمات ترسره كوونكو شخصيات ډاډګيرنه كوي۔ده ووئيل افغانستان سره پاك افغان ماركيټ موثره كول پكار دي ٬ دغې څخه به ريونيو كښې اضافه او د قاچاق خاتمه هم اوشي٬طورخم پوله يوه مهمه تجارتي راهداري ده خو دلته كاروباري شخصات ګڼ شمېر مسئلو سره مخ دي

مزید خبریں