پېښور 08 اکتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ضلع اوركزئي كښې د ډزو په تبادله كښې شهيدو شوو لېفټيننټ كرنل او ميجر پشمول د امنيتي ځواكونو 11 اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د پېښور ګورنر هاؤس له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د امنيتي ځواكونو شهيدو شوو افسرانو او د ځوانانو كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي اوركزئي كښې د شهيدو شوو امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
پېښور 08 اکتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ضلع اوركزئي كښې د ډزو په تبادله كښې شهيدو شوو لېفټيننټ كرنل او ميجر پشمول د امنيتي ځواكونو 11 اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د پېښور ګورنر هاؤس له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د امنيتي ځواكونو شهيدو شوو افسرانو او د ځوانانو كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره غم جنو كورنيو له د زغم دعا وكړه ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو په مړانه مقابله كښې د خپلو ځانونو د هېواد او قام لپاره قرباني ور كړه ۔ د نرانو امنيتي ځواكونو شهيدانو عظيمو قربانيو ته سلام كوو۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د امنيتي ځواكونو بهادري او پوخ عزم د ستائنې وړ دے٬زمونږ د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا پشمول د ټول هېواد اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔










