اليکشن کميشن آف پاکستان د حلقه اېن اے 18 هري پور ضمني اليکشن شېډول جاري كړو

هري پور 08 اکتوبر (اے پي پي) اليکشن کميشن آف پاکستان د حلقه اېن اے 18 هري پور ضمني اليکشن شېډول جاري كړے ۔ اليکشن کميشن آف پاکستان د اپوزيشن پخواني غړي عمر ايوب خان د نااهلي نه وروستو په خالي شوې چوكۍ اېن اے 18 ضلع هري پور الېكشن لپاره شيډول اعلان كړے دے چې له مخې به يې د نامزدګۍ كاغذونه د 15 نه تر 17 اكتوبر جمع …

هري پور 08 اکتوبر (اے پي پي) اليکشن کميشن آف پاکستان د حلقه اېن اے 18 هري پور ضمني اليکشن شېډول جاري كړے ۔ اليکشن کميشن آف پاکستان د اپوزيشن پخواني غړي عمر ايوب خان د نااهلي نه وروستو په خالي شوې چوكۍ اېن اے 18 ضلع هري پور الېكشن لپاره شيډول اعلان كړے دے چې له مخې به يې د نامزدګۍ كاغذونه د 15 نه تر 17 اكتوبر جمع كېږي٬ په 18م اکتوبر به د كانديدانو فهرست جاري كېږي او په پنځم نومبر به د نامزدګۍ كاغذونه بېرته اخستلې كېږي، په شپږم نومبر به انتخابي نشانونه الاټ كېږي دغسې په 23 نومبر به پولنګ كېږي۔ د اعلاميه له مخې د هري پور ډسټركټ الېكشن كمشنر ذيشان خان ډسټرکټ ريټرنګ آفيسر مقرر كړے شوے٬ د اېبټ آباد ډسټركټ الېكشن كمشنر نويد الرحمان ريټرنګ آفيسر او ايډيشنل اسسټنټ کمشنر هري پور (ريونيو) شاهد خټک او د ګورنمنټ مډل سکول کھولياں بالا هيډ ماسټر مشتاق احمد ريټرنګ آفيسرز مقرر كړے شوې دي۔

مزید خبریں