اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور ضلع اوركزئي كښې د ډزو په تبادله كښې د شهيد شوي لېفټيننټ كرنل او ميجر پشمول د امنيتي ځواكونو 11 اهلكرو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې وزيراعلٰی د شهيدو شوو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره په حق رسېدلو كسانو بخښنې لپاره دعا وكړه۔دغسې وزيراعلٰی په …
د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی اوركزئي كښې د شهيدو شوو امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور ضلع اوركزئي كښې د ډزو په تبادله كښې د شهيد شوي لېفټيننټ كرنل او ميجر پشمول د امنيتي ځواكونو 11 اهلكرو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې وزيراعلٰی د شهيدو شوو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره په حق رسېدلو كسانو بخښنې لپاره دعا وكړه۔دغسې وزيراعلٰی په بريد كښې د ژوبل شوو اهلكارو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د 19 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د هېواد او قام په خاطر د ځانونو قربانۍ وركوونكو شهيدانو او كورنيو ته سلام كوو۔ده ووئيل په هېواد كښې د امن لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ لازواله داستانونه رقم كړي۔د شهيدانو دا قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ده ووئيل د امنيتي ځواكونو دا قربانۍ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د قام عزم به لا قوي كوي٬د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره ټول قام د امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔










