رباني خان كاكړ د بلوچستان هائي كورټ لخوا كوئټه كښې د بلدياتي ټاكنو د پرېكړې هر كلے وكړو

كوئټه۔ 07 اكتوبر(اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي صوبائي جنرل سېكرټري رباني خان كاكړ د بلوچستان هائي كورټ لخوا په كوئټه كښې د بلدياتي ټاكنو كولو د پرېكړې هر كلي كولو سره وئېلي دي بلدياتي نظام په جمهوريت كښې د بنيادي ستن حېثيت لري۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې هغه ووئېل د بلدياتي نظام څخه به جمهوريت مضبوط ٬ د اولس بنيادي ضروريات تر سره شي او …

كوئټه۔ 07 اكتوبر(اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي صوبائي جنرل سېكرټري رباني خان كاكړ د بلوچستان هائي كورټ لخوا په كوئټه كښې د بلدياتي ټاكنو كولو د پرېكړې هر كلي كولو سره وئېلي دي بلدياتي نظام په جمهوريت كښې د بنيادي ستن حېثيت لري۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې هغه ووئېل د بلدياتي نظام څخه به جمهوريت مضبوط ٬ د اولس بنيادي ضروريات تر سره شي او د مسائل خاتمه به ممكن شي۔هغه ووئېل بلدياتي استازو ته د اختيارات وركول د پيپلز پارټي وژن دے ۔ د پيپلز پارټي صوبائي جنرل سېكرټري رباني خان كاكړ ټولو د ګوند كاركنانو ته سپارښتنه وكړه چې په كوئټه كښې د بلدياتي ټاكنو چمتوالے د اوس نه پېل كړي او د اولس سره رابطې قوي كړي۔ هغه ووئېل پېپلز پارټي به بلدياتي ټاكنو كښې په زړه پورې بريا تر لاسه كوي او د ضلعې چيئرمېن او د ښار ميئر به جيالے وي۔

مزید خبریں