پیښور۔ 06 اکتوبر (اے پي پي) د پیښور په كوزو ارمړو سيمه كښې د پولیس چھاپې وهلو په مهال د اشتهاري مجرمانو په ډزو د ارمړو تهاڼې ایس ایچ او په ګولۍ لګېدو سره ژوبل شو ۔ د کیپټل سټي پولیس پیښور وياند تر مخه د ارمړو ایس ایچ او ارشاد عمر خان د نورو پولیس اهلكارو سره په سنګينو مقدمو كښې د مطلوب اشتهاريانو مجرمانو ګرفتارۍ لپاره چھاپه وهله …
د پیښور په ارمړو سيمه كښې د پولیس چھاپه ، د اشتهاري مجرمانو په ډزو د ارمړ تهاڼې ایس ایچ او ژوبل شو

مزید خبریں
پیښور۔ 06 اکتوبر (اے پي پي) د پیښور په كوزو ارمړو سيمه كښې د پولیس چھاپې وهلو په مهال د اشتهاري مجرمانو په ډزو د ارمړو تهاڼې ایس ایچ او په ګولۍ لګېدو سره ژوبل شو ۔ د کیپټل سټي پولیس پیښور وياند تر مخه د ارمړو ایس ایچ او ارشاد عمر خان د نورو پولیس اهلكارو سره په سنګينو مقدمو كښې د مطلوب اشتهاريانو مجرمانو ګرفتارۍ لپاره چھاپه وهله چې په دغه مهال د اشتهاریانو لخوا په پولیس پارټي ډزې وشوې، د كومو په نتيجه كښې چې ایس ایچ او ارشاد عمر خان په ګولۍ ولكېد او ژوبل شو ۔ ژوبل شوے ایس ایچ او سمدستي طبي مرستې لپاره هسپتال ته منتقل کړے شوے چرته چې د هغه درملنه روانه ده










