اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف نړيوالو سرمايه كارو ته ټول سهولتونه وركول او د اقتصادي هلو ځلو په منصوبه بندۍ كښې د نجي څانګې شموليت باوري كولو امر كولو سره وئيلي دي چې معيشت په مضبوط بنيادونو مستحکم کولو ته حكومت پاملرنه كوي، اولسي خېرښګړې او د روزګار موقعې زياتولو لپاره د سرمايه كارۍ ټولې موقعې به كارولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا …
وزيراعظم نړيوالو سرمايه كارو ته د ټولو سهولتونو وركولو امر وكړو٬ پاكستان به په منطقه كښې د سرمايه كارۍ زړه راښكونكې مركز جوړولې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف نړيوالو سرمايه كارو ته ټول سهولتونه وركول او د اقتصادي هلو ځلو په منصوبه بندۍ كښې د نجي څانګې شموليت باوري كولو امر كولو سره وئيلي دي چې معيشت په مضبوط بنيادونو مستحکم کولو ته حكومت پاملرنه كوي، اولسي خېرښګړې او د روزګار موقعې زياتولو لپاره د سرمايه كارۍ ټولې موقعې به كارولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جعمې په ورځ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د هېواد معيشت او په پاکستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په حواله غونډه شوې چې پكښې د مجموعي اقتصادي صورتحال، نېغ په نېغه غېر ملكې سرمايه كارۍ ته وده وركول او جاري او د مجوزه پرمختيائي پروژو تفصيلي جاج اخستې شوې۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيران آصف، اورنګزيب، عطاء تارړ، جام کمال خان، اويس لغاري، علي پرويز ملك، مصدق ملك، احد خان چيمه، رانا تنوير حسېن، اعظم نذير تارړ، عليم خان او د اړوند ادارو چارواكو ګډون كړې۔ غونډې ته د وېنا په مهال وزيراعظم ووئيل چې د پاکستان معيشت په مضبوط بنيادونو مستحکم کولو ته حكومت پاملرنه كوي۔ ده ووئيل چې د اقتصادي هلو ځلو په منصوبه بندۍ كښې به د نجي څانګې كليدي كردار وي٬ د دوي شموليت دې باوري كړې شي۔ وزيراعظم اړوند وزارتونو او ادارو ته نړيوال سرمايه كارو ته د ټولو سهولتونو باوري كولو امر وكړو۔ ده ووئيل اوسنې مثبت معاشي رجحان د غېر ملکي سرمايه کارو د پاکستان په معيشت د باور عكاس دے٬ سپېځلتيا او د نړيوال معيار له مخې د معاشي پاليسۍ جوړول او په پاليسو په سمدستي توګه د عملدرامد د لارې به پاکستان په منطقه كښې سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكې مركز جوړولې شي۔ ده ووئيل حکومت به اولسي خېرښګړې او د روزګار موقعې زياتولو لپاره د سرمايه كارۍ ټولې موقعې پكار راولي٬ زمونږ د جاري معاشي او اقتصادي اصلاحاتو پاليسو معيشت ته نوې سمت وركړے دے او د دې جدت او سپېځلتيا په سبب هېواد د پرمختګ په لور روان دے۔ وزيراعظم ووئيل سرمايه كارۍ سره سره تجارت ته هم وده وركول زمونږ د پاليسۍ برخه ده۔ غونډې ته د توان، انفراسټرکچر، انفارميشن ټيکنالوجي او په صنعتي څانګه كښې په جاري منصوبو بريفنګ وركړې شو۔










