شيراني كښې د فتنه الخوارج په ضد په وخت او موثره كاروائي بلوچستان كښې د امن اومان راوستلو روښانه دليل دے۔د بلوچستان اعلٰی وزير

كوئټه 03 اكتوبر (اے پي پي)د بلوچستان اعلٰی وزير مير سرفراز بګټي شيراني ضلع كښې هندي ملاتړ كونكې فتنه الخوارج په ضد د امنيتي ځواكونو كامياب كاروائۍ په ښه ټكو كښې ستائېلې دي۔ده ووئيل چې په وخت او موثر كاروائي بلوچستان كښې د امن اومان راوستلو روښانه دليل دے او دې څخه ثابتيږي چې زمونږ ځواكونه د هر چېلنج بشپړه مقابلې صلاحيت لري۔د بلوچستان وزيراعلٰی ووئيل چې د بلوچستان دښمن …

كوئټه 03 اكتوبر (اے پي پي)د بلوچستان اعلٰی وزير مير سرفراز بګټي شيراني ضلع كښې هندي ملاتړ كونكې فتنه الخوارج په ضد د امنيتي ځواكونو كامياب كاروائۍ په ښه ټكو كښې ستائېلې دي۔ده ووئيل چې په وخت او موثر كاروائي بلوچستان كښې د امن اومان راوستلو روښانه دليل دے او دې څخه ثابتيږي چې زمونږ ځواكونه د هر چېلنج بشپړه مقابلې صلاحيت لري۔د بلوچستان وزيراعلٰی ووئيل چې د بلوچستان دښمن نيټ وركس او هندي پراکسیز ناكامه كول د امنيتي ځواكونو شاندار صلاحيتونو او پيشه ورانه پوهې ثبوت دے۔ده ووئيل چې د ځواكونو بهادري او قربانۍ نه يوازې د صوبې اولس لپاره د باور او ډاډګيرنې ذريعه ده بلكې د ترهه ګرۍ خاتمې قومي عزم هم لا قوي كوي۔په سماجي رابطه سائټ ايكس خپل پېغام كښې د بلوچستان وزيراعلٰی ووئيل چې د وزيراعلٰی په توګه نه بلكې د دې هېواد د خاورې٬زه په خپلو بهادر ځوانانو بې حد وياړ لرم كوم چې په هر سخت وخت كښې د هېواد دفاع لپاره قوي ولاړ وي

مزید خبریں