د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه سعودي ټېلي كام كمپنۍ چارواكو سره ملاقات

رياض 03 اكتوبر (اے پي پي)د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه د سعودي ټيلي كام كمپنۍ چارواكو سره ملاقات كړی او پاكستان كښې د فائبر نيټ ورك٬كلاؤډ٬سائبر سكيورټي او فن ټيك په مرسته خبرې اترې كړي۔د جمعې په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې كاروباري موقعو او سرمايه كارۍ امكاناتو ته پام لرنه شوي۔په …

رياض 03 اكتوبر (اے پي پي)د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه د سعودي ټيلي كام كمپنۍ چارواكو سره ملاقات كړی او پاكستان كښې د فائبر نيټ ورك٬كلاؤډ٬سائبر سكيورټي او فن ټيك په مرسته خبرې اترې كړي۔د جمعې په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې كاروباري موقعو او سرمايه كارۍ امكاناتو ته پام لرنه شوي۔په ملاقات كښې د پاكستان كنيكټ پاكستان 2030 پالېسۍ په لړ كښې ايس ټي سي سره په شراكتدارۍ غور كړی۔پاكستان كښې فائبر نيټ ورك٬كلاؤډ٬سائبر سكيورټي او فن ټيك په مرسته هم خبرې اترې شوي۔پاكستان آئي ټي ماركيټ 3.8 اربه ډالره ايكسپورټ او 200 مليونه موبائل صارفينو سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكې ګرځولې۔په دې موقع فن ټيك او په كم لګښت كراس بارډر پيمنټس په اړه د خيالاتو څرګندونه شوي۔په ملاقات كښې د پاكستان په منطقه كښې ريجنل ټرانزټ هب كردار قوي كولو زور راوړې۔په دې موقع د جي سي سي٬ايشياﺀ او افريقه كنيكټ كولو كښې د پاكستان سټريټجك اهميت رامخې ته كړې۔سب ميرين كيبلز او ډيجيټل كنيكټيويټي پروژو كښې شراكتدارۍ په موقعو هم غور شوې۔اېس ټي سي سعودي عرب او جي سي سي تر ټولو لويې ټيلي كام آپريټر دے او وژن 2030 ډيجيټل ايجنډا كښې مهم كردار ادا كوي

مزید خبریں