وفاقي حكومت پي آئي ډي سي ايل ته خېبرپښتونخوا او سندھ كښې د 37 اربه روپو ماليت انفراسټركجر پروژې بشپړولو هدف

اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي)وفاقي حكومت د پاكستان انفراسټركچر ډوېلپمنټ كمپنۍ لميټډ(پي آئي ډي سي ايل)ته خېبرپښتونخوا او سندھ كښې تقريبا 37.43 اربه روپو ماليت لوئي انفراسټركجر پروژو پورټ فوليو وركړې۔ويلتھ پاكستان ته ترلاسه سركاري دستاويزات له مخې خېبرپښتونخوا كښې پي آئي ډي سي ايل ته 7 نوې پبلك سيكټر ډوېلپمنټ پروګرام(پي اېس ډي پي)پروژې وركړې دي چې مجموعي لګښت يې يو ارب 76 كروړ 80 لكه روپۍ …

اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي)وفاقي حكومت د پاكستان انفراسټركچر ډوېلپمنټ كمپنۍ لميټډ(پي آئي ډي سي ايل)ته خېبرپښتونخوا او سندھ كښې تقريبا 37.43 اربه روپو ماليت لوئي انفراسټركجر پروژو پورټ فوليو وركړې۔ويلتھ پاكستان ته ترلاسه سركاري دستاويزات له مخې خېبرپښتونخوا كښې پي آئي ډي سي ايل ته 7 نوې پبلك سيكټر ډوېلپمنټ پروګرام(پي اېس ډي پي)پروژې وركړې دي چې مجموعي لګښت يې يو ارب 76 كروړ 80 لكه روپۍ دے۔په دې كښې تر ټولو مهمه پروژه شانګله ضلعې پسمانده سيمو پرمختګ دے كوم لپاره چې يو ارب روپۍ بېلي كړې شوي او دا لګښت د وفاق او صوبې ترمينځه 50:50 تناسب سره تقسيميږي۔د دې نه علاوه مانسهره ضلع كښې دوه لوئې انفراسټركچر پروژې كمپنۍ ته وركړې دي٬د دې نه علاوه مانسهره ضلع كښې دوه لويې انفراسټركجر پروژې هم كمپنۍ ته وركړې دي چې پكښې د سرن درياب په ماري صفدر شاه په ځايې يو آر سي سي پري سټريسډ پل او شاه داپنه جاے په ځې يو او آر سي سي پري سټريسډپل تعمير شامل دے۔د دې لګښت بالترتيب 39 کروړ 96 لكه روپۍ او 36 کروړ 83 لاکھ 50 زره روپۍ وئېلي شوي۔سندھ كښې پي آئي ډي سي ايل ته 11 پرمختيائي سكيمونه وركړې شوي دي چې پكښې 8 كراچۍ او 3 حېدر آباد كښې دي او د دې مجموعي ماليت 4 ارب 15 كروړه روپۍ دے۔د پي ايس ډي پي منصوبو نه علاوه كمپنۍ ته سندھ او خېبرپښتونخوا كښې سپيشل اسسټنس پروګرام(ايس اے پي)له مخې سكيمونه هم وركړې شوي دي

مزید خبریں