اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د برتانيې هاؤس آف لارډز غړي لارډ شفيق محمد آف ټنسلے٬د اروپائي پارلمان پخوانې غړې بيرسټر تنوير حسين او چوهدري محبوب حسين د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړی۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال په برتانيه كښې د پاكستان كميونټۍ چارو په اړه٬د …
لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د برتانيې هاؤس آف لارډز غړي لارډ شفيق محمد٬د اروپائي پارلمان پخوانې غړې بيرسټر تنوير حسين او چوهدري محبوب حسين ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د برتانيې هاؤس آف لارډز غړي لارډ شفيق محمد آف ټنسلے٬د اروپائي پارلمان پخوانې غړې بيرسټر تنوير حسين او چوهدري محبوب حسين د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړی۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال په برتانيه كښې د پاكستان كميونټۍ چارو په اړه٬د آزاد جمو كشمير صورتحال او آزاد جمو او كشمير سېلاب ځپليو سيمو كښې روانې مرستې او بحالۍ په هڅو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔لارډ شفق محمد لنډ مهاله صدر د دې خبرې څخه خبر كړو چې هغه هاؤس آف لارډز كښې د هند لخوا سندھ طاس لوظ نامې معطل كولو معامله پورته كړې۔لنډ مهاله صدر د قومي تشويش مسئلې رامخې ته كولو لپاره د پلاوي هڅې او بهرني هېواد پاكستان كميونټۍ لپاره د هغه د پرله پسې ملاتړ وستائېلو










