اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم سینیټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې بېن الحكومتي تجارتي معاملو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ شوې۔ د نائب وزيراعظم افس لخوا د جاري بيان له مخې كمېټۍ د سركاري ادارو د نجكارۍ په اړه د جاري اقداماتو جاج اخستې شوې۔ د خبرو په مهال ګورنمنټ ټو ګورنمنټ انتظاماتو ته حتمي شكل وركولو پلو پام وګرځولې شو …
د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د بېن الحكومتي تجارتي معاملو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه٬ د سركاري ادارو د نجكارۍ په اړه د جاري اقداماتو جاج واخستې شو

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم سینیټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې بېن الحكومتي تجارتي معاملو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ شوې۔ د نائب وزيراعظم افس لخوا د جاري بيان له مخې كمېټۍ د سركاري ادارو د نجكارۍ په اړه د جاري اقداماتو جاج اخستې شوې۔ د خبرو په مهال ګورنمنټ ټو ګورنمنټ انتظاماتو ته حتمي شكل وركولو پلو پام وګرځولې شو دغسې چې كاركردګي زياتولو لپاره د اثاثو په آسانۍ سره منتقلي باوري كړې شي او د پراخه اقتصادي اصلاحاتو له مخې د نجي څانګې د شراکت کردار قوي كړې شي۔ په غونډه كښې د خزانې وزير٬ د نجكارۍ سلاحكار٬ د وزيراعظم خاص استازې اېم طارق باجوہ، د رېلوے وزير مملکت، د کابينه، نجکارۍ او د قانون وفاقي سيکرټريز سره سره د اړوند وزارتونو او محكمو لوړ پورو ګډون كړې۔










