اسلام آباد هائي کورټ د اے پي پي د ميګا کرپشن په كېس كښې اهمه پرېكړه٬ د پخواني اي ډي پشمول دوه تورن ونيول شول

اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) اسلام آباد هائي کورټ د اے پي پي په ميګا کرپشن كېس كښې د پخواني اېګرېكټو ډائرېكټر (اي ډي) عدنان اکرم باجوه او شريك تورن شاهد لطيف عبوري ضمانتونه خارج كړي٬ د عدالتي پرېكړې نه وروسته د اېف آئي اے اهلكارو دواړه تورن عدالت څخه ګرفتار كړل۔ د جمعې په ورځ د اسلام آباد هائي کورټ جسټس محمد اعظم خان د کېس سماعت …

اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) اسلام آباد هائي کورټ د اے پي پي په ميګا کرپشن كېس كښې د پخواني اېګرېكټو ډائرېكټر (اي ډي) عدنان اکرم باجوه او شريك تورن شاهد لطيف عبوري ضمانتونه خارج كړي٬ د عدالتي پرېكړې نه وروسته د اېف آئي اے اهلكارو دواړه تورن عدالت څخه ګرفتار كړل۔ د جمعې په ورځ د اسلام آباد هائي کورټ جسټس محمد اعظم خان د کېس سماعت کړې۔ د سماعت په مهال د اے پي پي ليګل ايډوائزر رانا روحيل او خرم بېګ ايډووکيټ عدالت ته وړاندې شول او د تورنو په کردار ئې رڼا واچوله٬ رانا روحيل عدالت ته ووئيل چې عدنان اکرم باجوه په غېر قانوني توګه د پروويډنټ فنډ د منتقلۍ اجازه وركړي٬ د دې نه ورسته شريك تورن ملازمانو لپاره مختص كړې شوي د كروړونو روپۍ كوم چې په اصليت كښې د ملازمينو امانت ٶ په غېر قانوني توګه نورو كهاتو ته منتقل كړې٬ په دې موقع د اے پي پي وکيل خرم بېګ ايډووکيټ مؤقف اختيار كړو چې تورن شاهد لطيف جعلي سيلري شيټس او کريډټ شيټس تيارول، چې په بنسټ ئې د کروړونو روپو غېر قانوني تنخواګانے جوړې كړې شوې او قامي خزانې ته لوے زيان ورسولې شو٬ عدالت د دواړو ډلو دلائل واورېدل او د دې نه وروسته د تورنو لخوا دائر كړې شوې د عبوري ضمانت درخواستونه خارج كړې شول٬ د پرېكړې نه وروسته د اېف آئي اے ډلې تورن عدالت څخه ګرفتار كړل۔ د يادونې وړ ده چې اېف آئي اے په دې كېس كښې په مجموعي توګه 16 تورنو په ضد كاروائي پېل كړې ده په دوي د ملازمينو د فنډز او قامي خزانې ته د كروړونو روپو د زيان رسولو تورونه لګولې شوي دي

مزید خبریں