اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د هنګري نوي مقرر شوي سفير ډاکټر زولټن ورګا ليدلي٬ په دې موقع په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزې مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د تجارت، سرمایه کارۍ، انرژۍ، …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د هنګري نوي مقرر شوي سفير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د هنګري نوي مقرر شوي سفير ډاکټر زولټن ورګا ليدلي٬ په دې موقع په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزې مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د تجارت، سرمایه کارۍ، انرژۍ، تعلیم، دفاع او د كلتور په بېلا بېلو څانګو كښې د پاكستان او هنګري ترمېنځه د زياتېدونكې مرستې ستائنه وكړه۔ اسحاق ډار د سفير سفارتي مودې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او دې ته پراختيا وركولو هلو ځلو لپاره ئې په سفير د باور څرګندونه وكړه۔










