اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي چې ټېكنالوجي كښې رامخې ته كېدونكې لويې بدلونونه په سكيورټي انوويشن بدلول د وخت ضرورت دې او آن لائن سروسز حكومت او وګړو ترمينځه د بنيادي رابطو سبب جوړېږي٬ دا خبره دې په رياض كښې د ګلوبل سائبر سكيورټي فورم 2025 غونډې ته خپلې وېنا كښې كړې چې عنوان ئې …
ټېكنالوجي كښې رامخې ته كېدونكې لويې بدلونونه په سكيورټي انوويشن بدلول د وخت ضرورت دې۔ د وفاقي وزير شزا فاطمه خواجه ګلوبل سائبر سكيورټي فورم 2025 غوڼدې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي چې ټېكنالوجي كښې رامخې ته كېدونكې لويې بدلونونه په سكيورټي انوويشن بدلول د وخت ضرورت دې او آن لائن سروسز حكومت او وګړو ترمينځه د بنيادي رابطو سبب جوړېږي٬ دا خبره دې په رياض كښې د ګلوبل سائبر سكيورټي فورم 2025 غونډې ته خپلې وېنا كښې كړې چې عنوان ئې “Trust in Action: Reimagining Citizen Services in a Cyber-First World” و۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې ډیټا بریچز او سروس ډسرپشن په ټوله نړۍ كښې د سائبر سكيورټي لويې چېلنجونو په توګه رامخې ته كيږي۔ په غونډه كښې شهري سروسز د ټول لائف سائيكل سكيورټي په انضمام خبرې اترې وشوه۔ شزا فاطمه د شناخت او ويريفيكيشن په جديد لارو رڼا واچوله او وې وئېل چې سي اي آر ټي انټرلنكيجز٬ رئيل ټائم مانيټرنګ او نېشنل سي اي آر ټي سره تېزه رابطه كارۍ د سائبر سكيورټي په موثر جوړولو كښې مهم كردار ادا كوي۔ دې د ټېكنالوجۍ خپلولو اهميت رامخې ته كولو سره زيرو ټرسټ ماډل کوانټم ریزیلینټ کرپټو ګرافی٬ او محفوظ فيډريټډ ډيجيټل شناخت په جوړولو زور راوړو۔ په په غونډه كښې د سعودي عرب او مالېزيا اعلٰی چارواكو پشمول نور نړيوالو پوهانو هم ګډون كولو










