اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي چې پاكستان او چين آئرن برادرز دي او د دوي سباؤن چې يو بل سره تړلے دے٬ پاكستان عمر له د چين د موقف ملاتړ او تائيد كړے٬ چين په ټېكنالوجي كښې د جدت او محنت په وجه په نړۍ كښې مقام جوړ كړې٬ پاكستان او چين په عملي توګه د يو بل شراكتدار دي٬ د …
پاكستان عمر له د چين د موقف ملاتړاو تائيد كړے٬ پاكستان او چين په عملي توګه د يو بل شراكتدار دي۔ صدر ملكت آصف علي زرداري د چين ټي وي”سي جي ټي اېن” پروګرام ورلډ ټو ډے سره خاص مركه

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي چې پاكستان او چين آئرن برادرز دي او د دوي سباؤن چې يو بل سره تړلے دے٬ پاكستان عمر له د چين د موقف ملاتړ او تائيد كړے٬ چين په ټېكنالوجي كښې د جدت او محنت په وجه په نړۍ كښې مقام جوړ كړې٬ پاكستان او چين په عملي توګه د يو بل شراكتدار دي٬ د چين ټي وي”سي جي ټي اين”پروكرام ورلډ ټو ډے سره د خاص مركې په مهال صدر مملكت ووئيل زمونږ جغرافيائي محل وقوع په شريكو ګټو اډانه اړيكو په حواله اهميت لري۔ نوي كول له به باور وركول وي چې مونږ د خپلو وسائلو ښه استعمال سره خود انحصاري ترلاسه كولې شو۔ ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه د مرستې او سرمايه كارۍ پراخا موقعې شته٬ د اوبو انتظام٬ د آفتونو مخ نيوي او په جديد زرعي ټېكنالوجي كښې مرستې ته وده وركول د وخت تقاضا ده٬ د اوبو بچت او كوټلې استعمال لپاره به د اوبه خور جديد طريقې خپلول وي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل په زرعي څانګه كښې به خود كفيله كېدل وي دغسې چې خپل سباؤن محفوظ كړو۔ ده ووئيل زرعي څانګه كښې د چين د تجربو څخه استفاده كوو۔ صدر مملكت ووئيل پرمختګ د ټولو حق دے٬ د چين سره زمونږ مرسته اوس تر خلاﺀ رسېدلے٬ صدر مملكت ووئيل مونږ په شريك امن باور لرو٬ اوس د جنګونو نه بلكې د معاشي پرمختګ سوچ به كول وي۔ ده ووئيل مونږ په هر ډول حالاتو كښې د چين سره ولاړ يو۔ ټولو له به د يو بل د خپلواكۍ احترام كول وي٬ د چين سباؤن روښانه دے٬ ټول ختيز هغوي سره په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل زما د چين دورې عمر له د خېرسګالۍ لپاره وي٬ د چين معيشت قوې شوې چې له امله يې اولس زيات څوكاله او مطمئن دي۔ ده ووئيل چين اوس په بشپړه توګه بدل شوې٬ 14 كاله وړاندې چې دلته راغلے وم نو حالات مختلف و٬ 16 ٬ 17 ځل ما د چين دوره كړې او هم دغه مينه بيا بيا ترلاسه كيږي۔ د چين د اولس مينه ما بيا بيا دلته په راتلو مجبوره كوي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري د چين د پرمختګ مزل او د پاك چين ټولو موسمونو په ستراتېژېكي مرسته اډانه شراكتداري ستائېلو سره د تعليم ٬ زراعت٬ توان او د رابطې په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې په لا قوي كولو زور راوړو۔ ده د چين په ختيز كښې د قائدانه كردار په اړه د صدر شي جن پنګ په زړه پورې حكمراني وستائېله۔ چې مقصد يې د شريكې خپلواكۍ احترام كول دې۔ صدر مملكت د مركې په مهال د خپلې او د خپل پلاوي د تود هركلے هم وستائېلو۔ صدر مملكت ووئيل زه چې د چين كومې هم سيمې ته تللې يم ماته په زړه پورې مينه ترلاسه شوې ځكه د چين مينه ما بيا بيا دلته رابلي۔ ده ووئيل دا زما د چين 17مه دوره ده٬ په دې مهال زه چینګډو اور شنګھائي ته تللے يم۔ ده د اقتصادي مرستې اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل مونږ له به د اقتصادي سوچ سره مخ په وړاندې تلل وي او د زراعت په څانګه كښې به د يو ايكړ پېداوار او د اوبو انتظام كښې ښه والې راوستلو سره په زرعي څانګه كښې خود كفالت ترلاسه كول وي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل په نړۍ كښې چرته چې هم تللې يم دا زما وړومبې موقف وي چې د چين احترام وكړۍ۔ هغوي له هغه مقام وركړۍ د كوم چې حقدار دي٬ د هغوي اولس د هغوي ټېكنالوجي او هر څيز په ټوله نړۍ كښې د احترام وړ دے٬ د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په اړه صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چين د پاكستان تر ټولو نزدې بندرګاه دے او د ګوادر پورټ پرمختګ د ځوانانو لپاره د روزګار موقعې پېدا كړي دغسې تجارت او انفراسټركچر ته پاملرنه كولو سره سيمه ايز پرمختګ ته وده وركړې شوې۔ ده ووئيل زما لپاره دا خبره باوري كول لويې اهميت لري چې بلوچستان به تر ټولو محفوظ وي۔ د چين تند رفتار ټرين كښې د خپل مزل د تجربې ذكر كولو سره ده ووئيل چې زه به د سندھ حكومت كراچۍ او حېدر آباد د داسې ټرين دلارې د تړلو لپاره راضي كوم چې ورسره به د مزل وخت دوه نيمو ساعتونو څخه كمېدو سره 20 دقيقې پاتې شي۔ دې منصوبې 60 فيصده مالي اعانت به پاكستان كوي دغسې چين به 40 فيصده قرضه وركوي او هغه به چلوي۔ تعليمي مرستې په اړه صدر مملكت ووئيل په چين كښې نرسانو له تربيې وركولو لپاره د لېږلو خواهش لرم د كوم مالي اعانت به چې د سندھ حكومت كوي دغسې زمكه او ودانۍ به هم وركولې شي۔ د سړك په رابطو كښې د ښه والي اهميت حواله وركولو سره ده ووئيل چين عمر له مرستې كولو له خوښي څرګند كړې او مونږ د چين مرستې كولو لپاره خوښي څرګند كړې٬ هيله لرو چې دا سړك به ښه شي دغسې چې بيا بيا خبرې وكړم او د الوتكو په ځاې په ګاډي كښې چين ته راشم










