خېبر پښتونخوا د سرمايه كارۍ بلها موقعې لري٬ معیشت استحکام پلو روان دے٬ ځائي او غېر ملكي سرمايه كار په پاكستان باور كوي۔ د سيد يوسف رضا ګېلاني د پاکستان بزنس سمټ پرانستې دستورې ته وېنا

پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا د سرمايه كارۍ بلها موقعې لري٬معیشت استحکام پلو روان دے٬ ځائي او غېر ملكي سرمايه كار په پاكستان باور كوي٬ په نړۍ كښې خپل اصلي مقام ترلاسه كولو لپاره به پاکستان په ټيکنالوجي او تعليم كښې نوره طريق كول وي، سرمايه کاري زياتولو لپاره ماحول کاروباري کميونټۍ لپاره لا سازګارولو ته اړتيا ده …

پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا د سرمايه كارۍ بلها موقعې لري٬معیشت استحکام پلو روان دے٬ ځائي او غېر ملكي سرمايه كار په پاكستان باور كوي٬ په نړۍ كښې خپل اصلي مقام ترلاسه كولو لپاره به پاکستان په ټيکنالوجي او تعليم كښې نوره طريق كول وي، سرمايه کاري زياتولو لپاره ماحول کاروباري کميونټۍ لپاره لا سازګارولو ته اړتيا ده ٬ معاشي زيان كم شوېدے او د هېواد په جي ډي پي كښې د بهترۍ شمېرې رامخې ته كېږي،په ټيکسټائل انډسټرۍ كښې بهتري راغلے ده٬ د معدني وسائلو په څانګه كښې بلها موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان بزنس سمټ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ دستورې ته د وېنا په مهال لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل چې د پاکستان 60 فيصد آبادي په مېرمنو مشتمل ده، د دوي په معيشت كښې شاملېدو سره بهتري ممكن ده۔ ده ووئيل چې ملاله يوسف زئي د هېواد نامه روښانه كړې او نوبل انعام ئې ترلاسه كړې٬ په صوبه كښې د سېلګرۍ معيشت ډېر د اهميت وړ دے٬ په سېلګرۍ كښې ودې لپاره امنيتي صورتحال كښې بهتري ډېره اهمه ده ٬ سېلګري د هېواد زرمبادله زياتولو ذريعه جوړېدې شي۔ ده ووئيل چې په منطقه كښې د کاروبار ډېر پوټېنشل دے٬ پاكستان په معاشي توګه مستحكم كېږي٬ كاروبار لپاره موقعې پېدا كېږي٬ پاكستان معاشي لحاظ سره په سم لور روان دے ٬ ځائي او نړيوال سرمايه كار په پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل چې حکومت سرمايه کارۍ لپاره ښه فضا جوړولو لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل د آئي ټي په څانګه كښې هم ترقي كوٶ٬ پاكستان په منطقه كښې اهم حېثيت لري۔ ده ووئيل چې سېلګرۍ لپاره امنيت ډېر ضروري دے٬ د ترهګرۍ مخه نيولو لپاره وړومبې مونږ د خبرو لاره اختيار كړے٬ كله چې خبره جوړه نشوه نو بيا مو د سختۍ لاره خپله كړه٬ ترهګرۍ څخه 2.5 ملين خلق بې كوره شوې وو كوم چې بيا آباد كړې شوي۔ ده ووئيل چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان بلها قربانۍ كومې چې زمونږ غېرتي اولس٬ پاك پوځ٬ پوليس٬ لېويز او اېف سي وركړې دي٬ ھغه كله هم د هېرېدې نشي۔ ده راياد كړل چې د وزیراعظم په توګه ما 14 كلنه ملاله يوسفزئۍ د نړيوال شهرت نه وړاندې وزيراعظم هاٶس ته رابللې وه او تعليم لپاره د ھغې د حوصلے او عزم په اعتراف كښې مې ورله قامي امن اېوارډ وركړې ٶ۔ سید یوسف رضا ګېلاني ووئيل پاکستان او افغانستان د جغرافیه، عقیدے، كلتور اور تاریخ په رشته كښې انغستې دي٬ دواړه هېوادونه ئې غبرګوني وروڼه ګرځولو سره ووئيل چې يو سوله ايز او مستحكم افغانستان د پاکستان په ګټه دے٬ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې د افغانستان خاوره به كله هم د پاکستان په ضد استعمال نشي٬ ده افغانستان سره سره چین، روسيه او د ایران پشمول ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره تعمیري اړيكې په ځائ ساتلو لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ یوسف رضا ګېلاني ووئيل پاكستان تل په منطقه كښې د امن او مكالمے هڅې كړې دي٬ د ممبئۍ بريدونو نه وروسته د حالاتو حواله وركولو سره ده ووئيل پاكستان د بشپړه مرستې وړاندېز كړې ٶ او د کشمیر، سیاچن او ترهګرۍ پشمول په ټولو حل طلب مسئلو د خبرو اترو بيا پېل كولو مشوره مو وركړې وه۔ ده ووئيل چې قامونه خپلو تېروتنو څخه زده كړې كوي او يووالي او حكمت سره مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل پاكستان د نورو غلطو متحمل نشي كېدې۔ ده ووئيل مونږ خپلو تجربو څخه زده كړه كړې ده٬ اوس مونږ له په امن٬ استحكام او پرمختګ اډانه سباٶن جوړول دي۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د سرکاري او نجي څانګې ترمېنځه نزدې مرستې به تل پاتې سيمه ايز امن٬ د پاكستان معيشت قوي كولو او اولس لپاره زيات خوشحال سباٶن جوړولو كښې مرسته وكړي۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي، د پیپلز پارټۍ سینئر لارښود او د كاروباري ورورولۍ غړي هم موجود وو۔

مزید خبریں