اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د بينظير انكم سپورټ پروكرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي چې بي آئي اېس پي څخه د يو كروړ كورنيو 60 ملين وګړي مستفيد كيږي٬ نشوونما پروګرام څخه 36 لكه ميندې استفاده كوي٬ هېواد كښې د ماشومانو وده كښې 3.6 فيصد كمې راغلې دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د بي آئي ايس پي هيډكوارټر كښې د پرېس …
بي آئي اېس پي څخه د يو كروړ كورنيو 60 ملين وګړي مستفيد كيږي٬ نشوونما پروګرام څخه 36 لكه ميندې استفاده كوي۔ چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د بينظير انكم سپورټ پروكرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي چې بي آئي اېس پي څخه د يو كروړ كورنيو 60 ملين وګړي مستفيد كيږي٬ نشوونما پروګرام څخه 36 لكه ميندې استفاده كوي٬ هېواد كښې د ماشومانو وده كښې 3.6 فيصد كمې راغلې دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د بي آئي ايس پي هيډكوارټر كښې د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ روبينه خالد ووئيل چې دې پروګرام ته دې سپك نظر ونه كړې شي٬ دا پروګرام ډيرو خلكو لپاره د ژوند اميد دے٬ صحت مند مور د صحت مند ټولنې بنياد اېښودلې شي۔ روبينه خالد ووئيل چې 216 ارب روپۍ د ماشومانو په تعليم تر اوسه خرڅ كړې شوي دي او د دې پروګرام له مخې 500 څخه زيات ماشومان په ميټرك كښې اے ګريډ ترلاسه كړېدے










