سلامتي کونسل كښې جنګ بندي او د بشري مرستې په اړه قرارداد د امريکې لخوا وېټو كول د افسوس وړ دي٬ د غزه صورتحال تباه كن دے۔ پاکستان

ملګري ملتونه 02 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په غزه كښې په جاري تباهۍ د تشويش څرګندونه كولو سره تېره مياشت په سلامتي كونسل كښې جنګ بندي او د بشري مرستې په اړه قرارداد د امريكې لخوا وېټو كول د افسوس وړ ګرځولو سره وئيلي دي چې د لكهونو په شمېر كسان د دوي د ناوړه مقدر په رحم و كرم پرېښې شوې دي٬ د پاکستان مستقل استازي سفيرعاصم افتخار …

ملګري ملتونه 02 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په غزه كښې په جاري تباهۍ د تشويش څرګندونه كولو سره تېره مياشت په سلامتي كونسل كښې جنګ بندي او د بشري مرستې په اړه قرارداد د امريكې لخوا وېټو كول د افسوس وړ ګرځولو سره وئيلي دي چې د لكهونو په شمېر كسان د دوي د ناوړه مقدر په رحم و كرم پرېښې شوې دي٬ د پاکستان مستقل استازي سفيرعاصم افتخار احمد د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ووئيل چې اوس امن نور نشې موخر كېدې ۔ عاصم افتخار احمد د ډنمارك لخوا وړاندې كړې شوې د دې قرارداد ستائنه كړې كوم چې د سلامتي كونسل د لس منتخب غرو په نمائندګۍ كښې وړاندې كړې شوې ٶ چې پكښې پاکستان، الجزائر، يونان، ګويانا، پاناما، جنوبي کوريا، سيرا ليون، سلووينيا، صوماليه او ډنمارک شامل دي۔ ده ووئيل چې غزه ويجاړه شوې ده٬ د اسرائيل جارحانه كاروائيو غزه د ملبے په ډهېر كښې بدله كړې ده او كورنۍ د خپلو ماشومانو مړي د ملبے لاندې په لټولو كښې بې وسه شوې دي٬ په هره كوڅه كښې فاقے دي او په خان يونس او دير البلح كښې قحط دے٬ تر اوسه د 66 زره نه زيات فلسطينيان چې پكښې زياتره مېرمنې او ماشومان شامل دي شهيدان شوي دي، په غزه كښې روغتونه، سکول او آبادۍ قصداً په نښه كېږي

مزید خبریں