کوئټه 02 اکتوبر (اے پي پي) بلوچستان كښې د معياري طبي تعليم ودې لپاره د بلوچستان حكومت او هارلے هيلتھ کئير سروسز ترمېنځه تړون شوې٬ د تړون له مخئ به د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ د لارې صوبه كښې وړومبې ميډيکل، ډينټل او نرسنګ کالج جوړولې شي كوم چې به په صوبه كښې د ميډيكل زده كړې د نوي پړاٶ پېل ثابت شي۔ دا خبره وزير اعليٰ سرفراز بګټي ته په …
بلوچستان كښې د معياري طبي تعليم ودې لپاره هارلے هيلتھ کئير سروسز سره لوظنامه وشوه۔ وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي

مزید خبریں
کوئټه 02 اکتوبر (اے پي پي) بلوچستان كښې د معياري طبي تعليم ودې لپاره د بلوچستان حكومت او هارلے هيلتھ کئير سروسز ترمېنځه تړون شوې٬ د تړون له مخئ به د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ د لارې صوبه كښې وړومبې ميډيکل، ډينټل او نرسنګ کالج جوړولې شي كوم چې به په صوبه كښې د ميډيكل زده كړې د نوي پړاٶ پېل ثابت شي۔ دا خبره وزير اعليٰ سرفراز بګټي ته په بريفنګ كښې شوې۔ په دې موقع ووئيل شول چې د دې كالج د لارې به هر كال سل زده كوٶنكو ته د ميډيکل، ډينټل، نرسنګ او الائيډ سائنسز تعليم وركولې شي چې پكښې به 16 ذهين زده كوٶنكو ته بشپړه سكالرشپ هم وركولې شي٬ په پړاٶ كښې به دا منصوبه پراخه كولې شي او د زده كوٶنكو هدف به تر 600 رسولې شي۔ وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي دا منصوبه صوبې لپاره پبلك پرائيويټ پارټنرشپ له مخې د طبي تعليم په وده كښې سنګ ميل ګرځولو سره ووئيل چې د صوبې ځوانانو ته د نړيوال معيار طبي تعليم وركولو سره به په سباٶن كښې ډاكټرز او نرسز زيات شي۔ سرفراز بګټي ووئيل چې د تړون له مخئ به د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ د لارې صوبه كښې وړومبې ميډيکل، ډينټل او نرسنګ کالج جوړولې شي كوم چې به په صوبه كښې د ميډيكل زده كړې د نوي پړاٶ پېل ثابت شي










