اسلام آباد۔2اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د اړخه ايكشن كمېټۍ سره د خبرو اترو لپاره د نامزد پلاوي غړو وئېلي وفاقي حكومت آزاد كشمير كښې روان احتجاج او مسئلې د مكالمے او په قانوني ډول حل كولو له لوظي دے٬هيله ده چې د شريكې مكالمے د لارې به ټولې مسئلې په امن ناكه ډول حل شي٬د زيارت په ورځ د وزيراعظم په سپارښتنه د اعلٰی پاې كمېټۍ كښې شامل …
وفاقي حكومت آزاد كشمير كښې روان احتجاج او مسئلې د مكالمے او په قانوني ډول حل كولو له لوظي دے۔د وزيراعظم شهباز شريف د اړخه ايكشن كميټۍ سره مذاكرات لپاره نامزد پلاوي غړو ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔2اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د اړخه ايكشن كمېټۍ سره د خبرو اترو لپاره د نامزد پلاوي غړو وئېلي وفاقي حكومت آزاد كشمير كښې روان احتجاج او مسئلې د مكالمے او په قانوني ډول حل كولو له لوظي دے٬هيله ده چې د شريكې مكالمے د لارې به ټولې مسئلې په امن ناكه ډول حل شي٬د زيارت په ورځ د وزيراعظم په سپارښتنه د اعلٰی پاې كمېټۍ كښې شامل د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مظفرآباد كښې د عوامي ايكشن كمېټۍ سره خبرو اترو لپاره تللو څخه وړاندې ميډيا سره خبرو كښې ووئيل وفاقي حكومت آزاد كشمير كښې روان احتجاج او مسئلې د مكالمے او په قانوني ډول حل كولو له لوظي دے۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف د اړخه د اعلٰی پاې كمېټي جوړه شوې كومه به چې د صورتحال جاج اخلي او په آزاد كشمير كښې به د شراكتدارو سره ملاقاتونه كوي۔ده ووئيل مونږ د مظفرآباد د اعلٰی پاې دوره كوو دغسې چې صورتحال نزدې څخه جاج واخستلې شي او اولس سره نيغ په نيغه خبرې اترې وكړې شي۔حكومت د اولس جائز مسئلو حل له كردار ترسره كولو له چمتو دے۔وفاقي وزير د آزاد كشمير د هېواد سره مينه لرونكې اولس جذبات منلو سره هغوي څخه د تحمل څرګندونې غوښتنه كړې۔ده ووئيل په سيمه او نړۍ كښې موجوده صورتحال حساس دے٬ځينې قوتونه په پاكستان كښې د بدآمنۍ ګټه پورته كولو څخه خپل مقصدونه ترلاسه كول غواړي۔د دې لپاره ضروري ده چې داسې حالات پېدا نه كړو چې ورسره د هېواد امن او استحكام ته زيان ورسي۔وفاقي وزير باور وركړو چې حكومت د اولسي مسئلو او خدشات څخه خبر دے او د هغې امن ناكه او تعميري حل لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔ده ووئيل مونږ د آزاد كشمير د اولس د جذباتو احترام كوو او هغوي له باور وركوو چې د هغوي مسئلې به نظرانداز كولې نه شي۔د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق ووئيل چې د وزيراعظم پاكستان په سپارښتنه د پاكستان څخه پلاوې مظفرآباد ته روان دے چرته به چې هغوي مذاكراتي عمل بحالوي كوم چې څو ورځې وړاندې د تعطل ښكار شوې و۔د دې څخه وړاندې زمونږ دوه وفاقي وزيران هم مظفرآباد ته تللي وو٬د ايكشن كمېټۍ سره زياتره چارې ترسره شوې وې۔د تېرو دوه دريو ورځو راهيسې د آزاد كشمير اولس د خراب صورتحال سره مخ دے د كوم چې وزيراعظم پاكستان د بهر هېواد څخه نوټس اخستې او د اعلٰی پاې كمېټي يې جوړه كړې كوم به چې په مذاكراتو كښې تعطل ختمولو لپاره د مظفرآباد دوره كوي۔د پاكستان پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف ووئيل د آزاد كشمير صورتحال جاج اخستلو او د مسئلو حل لپاره پلاوې مظفرآباد ته روان دے۔هلته تېره ورځ د تشدد پېښو كښې ځاني زيان شوې په كوم چې د افسوس څرګندونه كوم٬مونږ هڅه كوو چې د كشميريانو جائز غوښتنې پوره شي او صورتحال ښه شي۔ده ووئيل د ايكشن كمېټۍ وګړي هېواد سره مينه لرونكي دي٬د دې ښه حل دا دے چې د خبرو اترو د لارې جائز غوښتنې حل شي۔دا خواهش د وزيراعظم او زمونږ د ګوند د قيادت هم دے۔ده ووئيل كوم صورتحال چې رامخې ته شوې د هغې سره حالات نور هم خرابېږي۔ده ووئيل كشميريان دې د صبر او زغم سره زمونږ سره خبرې اترې وكړي٬باور لرو چې د مسئلو حل به راويستلې شي۔د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀ الله ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه د بېلو ګوندونو په لارښودو مشتمل پلاوې د دې اميدې او جذبې سره مظفرآباد ته ځي چې د معاملاتو حل لپاره به خبرې اترې وكړې٬د تشدد معاملات نور خرابېږي٬كشميريان زمونږ وروڼه دي او د هغوي سره همدردۍ لرو۔د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د وزيراعظم د اړخه په معامله كښې په خوښي لرلو د هغه مننه كوو٬په پلاوي كښې تجربه لرونكې كسان شامل دي وړاندې هم مونږ هڅه كړې وه چې د مسئلو امن ناكه حل راويستلې شي ځكه مونږ خبرې اترې كړي٬اوس بيا هغوي سره خبرو اترو لپاره روان يو٬په ګډه به د مسئلو حل راويستلې شي۔د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف ووئيل آزاد كشمير ته تللو سره د عوامي ايكشن كمېټۍ سره خبرې اترې كوو٬ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كيږي٬مونږ ټول ذمه واره كسان يو٬د ايكشن كمېټۍ جائز غوښتنې به منلې شي هم دغه د وزيراعظم سپارښتنه ده٬د ايكشن كمېټۍ څخه هم هيله لرو چې د خبرو اترو د لارې د مسئلو حل راوباسي۔










