اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اعليٰ پائې کمېټۍ غونډه كښې د شنګھائي مرستي تنظيم (اېس سي او) مشرانو کونسل 2026-27 كښې په پاکستان كښې كيدونكي غونډي تيارو جاج واخستلے شو۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير په غونډه كښې په دې خبره زور …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه، اېس سي او رارواني غونډي تيارو جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اعليٰ پائې کمېټۍ غونډه كښې د شنګھائي مرستي تنظيم (اېس سي او) مشرانو کونسل 2026-27 كښې په پاکستان كښې كيدونكي غونډي تيارو جاج واخستلے شو۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير په غونډه كښې په دې خبره زور راوړو چې پاکستان كښې د اېس سي او مشرانو غونډي كوربتوب بايد په ښه ډول وكړې شي۔ غونډه په خارجه وزارت كښې وشوه چې پكښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، لنډمهاله خارجه سيکرټري، کابينه ډويژن، داخله، اطلاعات سيکرټريز، چيئرمېن سي ډي اے، آئي جي اسلام آباد او نورو سينئر چارواكو ګډون وكړو










