اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي چې حکومت معاشي پرمختګ كښې د نجي څانګې قائدانه کردار لپاره د سازګار ماحول وركولو عزم لري٬ تل پاتې پرمختګ او نمو لپاره د پاكستان نړيوال مسابقت٬ د نجي څانګې فعاليت او د وفاق او صوبو ترمېنځه نزدې همكاري ضروري ده٬ معاشي اسحكام لپاره لوكلائزېشن ضروري دے٬ په معيشت كښې د نجي څانګې كردار د …
حکومت معاشي پرمختګ كښې د نجي څانګې قائدانه کردار لپاره د سازګار ماحول وركولو عزم لري٬ تل پاتې پرمختګ او نمو لپاره د پاكستان نړيوال مسابقت٬ د نجي څانګې فعاليت او د وفاق او صوبو ترمېنځه نزدې همكاري ضروري ده۔ د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي چې حکومت معاشي پرمختګ كښې د نجي څانګې قائدانه کردار لپاره د سازګار ماحول وركولو عزم لري٬ تل پاتې پرمختګ او نمو لپاره د پاكستان نړيوال مسابقت٬ د نجي څانګې فعاليت او د وفاق او صوبو ترمېنځه نزدې همكاري ضروري ده٬ معاشي اسحكام لپاره لوكلائزېشن ضروري دے٬ په معيشت كښې د نجي څانګې كردار د اهميت وړ دے٬ دې لپاره په ټېكس كښې اصلاحاتو سره به مخ په وړاندې تلل وي٬ ځائي او د نړيوالې سرمايه كارۍ په پاليسۍ كښې همكاري ضروري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان بزنس سمټ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل چې د پرائيويټائزيشن عمل په حکومتي كچه ښه كوٶ دغسې چې د سرمايه كارۍ په زړه پورې نتيجې مرتب شي۔ ده ووئيل چې د پاکستان پرمختګ او پرمختيائي پروګرام لپاره 4.3 ټريلين روپو بجټ اېښې شوے دے۔ ده ووئيل چې مانيټرنګ پاليسۍ څخه به معيشت كښې بهتري راشي٬ د خام مال په برآمد كښې رامخې ته كېدونكې مسئلو حل كولو هڅې كوٶ٬ د ټيکس د بنياد په زياتولو كار كوٶ٬ د اېف بي آر كار به اوس ټېكس جمع كول وي٬ د راتلونكي كال بجټ به د ټيکس پاليسي آفس لخوا وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل پرېكړه شوې ده چې په سېلاب ځپلې سيمو كښې به معاملے پخپله سموٶ٬ د دې نه وروسته به نورو څخه مرسته غواړو٬ برآمدات زياتولو په مرسته د ترقۍ په پاليسۍ كار كوٶ٬ اولس به ټېكس وركوي نو ترقي به كېږي۔ د يادونې وړ ده چې دا سمټ د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په سرپرستۍ كښې كېږي٬ چې پكښې پاليسي سازو٬ نزنس ليډرز او کارپوريټ ايګزيکټوز د پاکستان په معيشت، جدت او نړيوال مسابقت د خيالاتو څرګندونه كړې٬ دا يوه ورځنۍ دستوره نټ شېل ګروپ او البرکه بينك (پاکستان) لميټډ په مشتركه كوي او او آئي سي سي آئي د ستراتېژك پارټنر په توګه شامل دے۔ وفاقي وزير د لوړې كچې د سمټ په تابيا د انتطاميه ستائنه وكړه او د دې عزم تذكره ئې وكړې چې حکومت معاشي پرمختګ كښې نجي څانګې ته قائدانه کردار وركولو لپاره د سازګار ماحول وركولو عزم لري۔ په دستوره كښې لنډمهاله صدر مملكت سيد يوسف رضا ګېلاني سره سره نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمد علي، د خزانې وفاقي وزير سنيټر اورنګزيب، د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي، د البركه بېنك پاكستان لمېټډ چيف ايګزيکټيو آفيسر عاطف حنيف او نورو شخصياتو ګډون كړې۔










