د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د مردان ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ كالج پلاوي ملاقات

پیښور 01 اكتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د مردان ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ كالج سوشل ايكټيوسټ پلاوي د كالج فعاله سماجي كاركن محمد آفتاب په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په ګورنر هاؤس پیښور كښې ملاقات كړې۔د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې پلاوي كښې د كالج پروفيسر راحت الله٬اسسټنټ پروفيسر محمد اسحاق٬هلال احمد پشمول نور غړي شامل وو۔د ملاقات په مهال پلاوي ګورنر …

پیښور 01 اكتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د مردان ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ كالج سوشل ايكټيوسټ پلاوي د كالج فعاله سماجي كاركن محمد آفتاب په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په ګورنر هاؤس پیښور كښې ملاقات كړې۔د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې پلاوي كښې د كالج پروفيسر راحت الله٬اسسټنټ پروفيسر محمد اسحاق٬هلال احمد پشمول نور غړي شامل وو۔د ملاقات په مهال پلاوي ګورنر په كالج كښې روان سماجي هلو ځلو څخه تفصيلي توګه خبر كړو۔پلاوي ووئيل چې د زده كونكو په مرسته هره ورځ په بنياد ضرورت مند كسانو ته د وينې عطيات وركوو۔پلاوي پ دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر څخه غوښتنه وكړه چې حكومت دې بون ميرو ټرانسپلانټ خرڅ برداشت كړي ځكه چې دا علاج د عام تن د وس نه بهر دے د دې له امله د تهليسيميا او نور وينې رنځونو كښې بوښت غريب رنځور په وخت د علاج څخه محروم پاتې كېږي

مزید خبریں