اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي)د ريوائيو پاكستان چيئرمېن او نوموړې كاروباري شخصيت محمد عمران علي د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړی۔د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې خېبرپښتونخوا په معاشي توګه مستحكمولو او په صوبه كښې معاشي هلو ځلو ته ودې وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ريوائيو پاكستان چيئرمېن محمد عمران علي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي)د ريوائيو پاكستان چيئرمېن او نوموړې كاروباري شخصيت محمد عمران علي د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړی۔د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې خېبرپښتونخوا په معاشي توګه مستحكمولو او په صوبه كښې معاشي هلو ځلو ته ودې وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع د هېواد مجموعي معيشت٬قومي جذبے ته ودې وركولو او په سرمايه كارۍ د باور بحالۍ په اړه هم خبرې اترې شوي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل چې په صوبه كښې د سرمايه كارۍ موقعې شته او حكومت نجي څانګې مرستې سره پرمختيائي عمل لا ښه كولو له لوظي دے۔ده ووئيل چې ځوانان د معاشي هلو ځلو برخه جوړول د وخت ضرورت دے۔ريوائيو پاكستان چيئرمېن عمران علي د دې عزم څرګندونه وكړه چې بزنس كميونټي د هېواد معاشي پرمختګ او سرمايه كارو باور بحالۍ لپاره حكومت سره به بشپړه مرسته كوي۔










