صوابۍ 30 ستمبر (اے پي پي) د پبلک افيئرز وفاقي وزير رانا مبشر اقبال د صوابۍ ضلعې سېلاب ځپليو كښې د وفاقي حکومت لخوا د مرستې چېكونه تقسيم كړي۔ ده د نهې په ورځ د صوابۍ د ټوپۍ تحصيل د ډالوړۍ سيمه كښې د سېلاب ځپليو سره ملاقات كړې او د وفاقي حكومت له خوا ئې سېلاب ځپليو ته د 16 ملين روپو ماليت د مرستې چېكونه وركړي۔ په دې …
وفاقي وزير رانا مبشر اقبال د صوابۍ دوره٬ د وفاقي حکومت لخوا په سېلاب ځپليو كښې د مرستې چېكونه تقسيم كړې شول

مزید خبریں
صوابۍ 30 ستمبر (اے پي پي) د پبلک افيئرز وفاقي وزير رانا مبشر اقبال د صوابۍ ضلعې سېلاب ځپليو كښې د وفاقي حکومت لخوا د مرستې چېكونه تقسيم كړي۔ ده د نهې په ورځ د صوابۍ د ټوپۍ تحصيل د ډالوړۍ سيمه كښې د سېلاب ځپليو سره ملاقات كړې او د وفاقي حكومت له خوا ئې سېلاب ځپليو ته د 16 ملين روپو ماليت د مرستې چېكونه وركړي۔ په دې موقع سېلاب ځپليو او خبريالانو سره په خبرو كښې رانا مبشر اقبال ووئيل زه د وزيراعظم شهباز شريف په امر د صوابۍ سېلاب ځپليو ته ريليف رسولو لپاره راغلے يم ۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او د ھغه حكومت په دې سخت وخت كښې د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپليو سره ولاړ دے او د آخري ځپلي كس تر بحالۍ به هڅې جاري ساتلے شي۔










