د شهدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي٬ ځوانان دې د پاكستان مخالف پروپېګنډه كوٶنكو له ځواب وركړي۔ مير سرفراز بګټي

کوئټه 30 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې د شهدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي٬٬ دا زمونږ د ټولو هېواد دې او د دې تحفظ لپاره به هر كس له خپل كردار ترسره كول وي۔ وزيراعلٰې دا خبره د نهې په ورځ ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ ګرلز کالج کوئټه کينټ كښې د شهيد پروفيسر ناظمه طالب په نامه منسوب نوې بلاك او د …

کوئټه 30 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې د شهدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي٬٬ دا زمونږ د ټولو هېواد دې او د دې تحفظ لپاره به هر كس له خپل كردار ترسره كول وي۔ وزيراعلٰې دا خبره د نهې په ورځ ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ ګرلز کالج کوئټه کينټ كښې د شهيد پروفيسر ناظمه طالب په نامه منسوب نوې بلاك او د 100 ملينه روپو په لګښت جوړ شوې د جديد سمارټ آډيټوريم پرانستې په موقع كړې۔ ده ووئيل ترهه ګر تعليمي ادارې بندول غواړي٬ خو زمونږ كوچنۍ چې په كومه مړانه ټېنګې ولاړ دي دا د ستائنې وړ دي۔وزيراعلٰې مير سرفراز بګټي ووئيل ځوانان دې د پاكستان مخالف پروپېګنډه كوٶنكو ته رسا ځواب وركړي ځكه چې دا رياست زمونږ د ټولو مشتركه امانت دے۔ په دې موقع صوبائي وزيران مير سليم احمد کھوسه، راحيله حميد دراني، مير صادق عمراني او د صوبائي اسمبلۍ غړې مير علي مدد جتك، د وزيراعلي کپرنسپل سيکرټري بابر خان، د هائير ايجوکيشن او کالجز سيکرټري صالح محمد بلوچ، پخوانې سيکرټري حافظ محمد طاهر، د کالج پرنسپل سعديه فاروقي پشمول نور اعلي چارواكي او زده كوٶنكې انجونه هم موجود وې۔

مزید خبریں