لاهور 30 ستمبر (اے پي پي) قومی سلیکشن کمېټۍ د جنوبی افریقې په ضد دوه ټېسټ میچونو سیریز لپاره 18 كسيزه قومی سکواډ اعلان کړې دے۔دا سیریز د آئی سي سي ورلډ ټېسټ چیمپئن شپ 2025-27 برخه ده او د 12 اکتوبر څخه به په قذافی سټیډیم لاهور كښې پېل كيږي۔د پی سي بي وياند له مخې شان مسعود به د ټيم قيادت كوي دغسې درې نوي لوبغاړي آصف آفریدی، …
جنوبی افریقې په ضد ټېسټ سیریز لپاره 18 كسيزه قومی سکواډ اعلان شو

مزید خبریں
لاهور 30 ستمبر (اے پي پي) قومی سلیکشن کمېټۍ د جنوبی افریقې په ضد دوه ټېسټ میچونو سیریز لپاره 18 كسيزه قومی سکواډ اعلان کړې دے۔دا سیریز د آئی سي سي ورلډ ټېسټ چیمپئن شپ 2025-27 برخه ده او د 12 اکتوبر څخه به په قذافی سټیډیم لاهور كښې پېل كيږي۔د پی سي بي وياند له مخې شان مسعود به د ټيم قيادت كوي دغسې درې نوي لوبغاړي آصف آفریدی، فیصل اکرم او روحیل نذیر په وړومبي ځل په سکواډ كښې شامل کړې شوي۔ جنوبي افریقا كوم چې د تير ورلډ ټیسټ چیمپئن شپ (2023-25) فاتح دے، پاکستان په ضد وړومبې ټیسټ 12 نه تر 16 اکتوبر لاهور كښې كوي دغسې دويم ټېسټ به د 20 نه تر 24 اکتوبر پينډۍ كرکټ سټیډیم كښې كيږي۔دوه ټیسټ میچونو نه پس به د دواړو ډلو ترمينځه درې ټی ټونټی او يو ون ډے میچونو سیریز هم كولې شي،كوم به چې 28 اکتوبر څخه پېل كيږي۔جنوبی افریقې په ضد د دوه ټېسټ میچونو سیریز لپاره اعلان کړې شوي 18 كسيزه قومی سکواډ كښې شان مسعود (کپتان)، عامر جمال، عبدالله شفیق، ابرار احمد، آصف آفریدی، بابر اعظم، فیصل اکرم، حسن علی، امام الحق، کامران غلام، خرم شهزاد، محمد رضوان، نعمان علی، روحیل نذیر، ساجد خان، سلمان علی آغا، سعود شکیل او شاهین شاه آفریدی شامل دي۔










