د بلوچستان وزيراعلې په مشرۍ كښې غونډه ٬ ګرين او پنك بس سروس تر اكتوبر د بشپړولو سپارښتنه كوئټه۔ 29 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراو بګتي وئېلي دي د صوبې اولس ته اسانيو ورسولو او د پرمختيائي منصوبو په وخت تر سره كولو ته پام لرنه كوو٬ ټولې محكمې دې تر جنورۍ منظور شوي اسكيمونه په هر صورت باوري كړي٬ ګرين او پنګ بس منصوبه به …
د بلوچستان وزيراعلې په مشرۍ كښې غونډه ٬ ګرين او پنك بس سروس تر اكتوبر د بشپړولو سپارښتنه كوئټه۔ 29 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراو بګتي وئېلي دي د صوبې اولس ته اسانيو ورسولو او د پرمختيائي منصوبو په وخت تر سره كولو ته پام لرنه كوو٬ ټولې محكمې دې تر جنورۍ منظور شوي اسكيمونه په هر صورت باوري كړي٬ ګرين او پنګ بس منصوبه به تر اكتوبر تر سره كولې شي او مېرمنو له به په اسانو قسطونو د الېكټرك بائيكس په وركولو دوي خود مختاره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د پي ايس ډي پي منصوبو د عمل درآمد په اړه د يوې اعلې كچ غونډې ته خطاب كښې وكړه ۔ غونډه كښې صوبائي وزيرانو مير ظهور بليدي٬ مير سليم احمد كهوسه٬ د تعليم وزيرې راخيه حميد دراني ٬ چيف سېكرټري او نورو لوړ پورو ګدون كولو۔په دې مهال وزيراعلې ته په روانو منصوبو بريفنګ وركړے شو او وزيراعلې په وخت منصوبې تر سره كوونكو محكمو ته شاباشے وركړو او بې غوري كوونكو محكمو ته يې د سخت خشم او خوابدۍ څرګندونه وكړه ۔ هغه سپارښتنه وكړه چې ټولې محكمې دې تر جنوري منظور شوي اسكيمونه په هر صورت مكمل كړي ۔ غونډه كښې د ګرين بس پراختيا منصوبې په اره هم خبرتيا وركړې شوه چې د نوو ګرين بسونو د اغستلو كار مكمل شوے او د اكتوبر په دويمه اوونۍ كښې به كراچۍ پورټ ته بسونه راورسي۔دغسې وزيراعلې د ګرين منصوبې تر اكتوبر په هر صوزرت د تر سره كولو سپارښتنه وكړه او د وګړو اسانيو لپاره يې د بسونو شمېرې زياتولو امر وكړو

مزید خبریں
د بلوچستان وزيراعلې په مشرۍ كښې غونډه ٬ ګرين او پنك بس سروس تر اكتوبر د بشپړولو سپارښتنه
كوئټه۔ 29 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراو بګتي وئېلي دي د صوبې اولس ته اسانيو ورسولو او د پرمختيائي منصوبو په وخت تر سره كولو ته پام لرنه كوو٬ ټولې محكمې دې تر جنورۍ منظور شوي اسكيمونه په هر صورت باوري كړي٬ ګرين او پنګ بس منصوبه به تر اكتوبر تر سره كولې شي او مېرمنو له به په اسانو قسطونو د الېكټرك بائيكس په وركولو دوي خود مختاره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د پي ايس ډي پي منصوبو د عمل درآمد په اړه د يوې اعلې كچ غونډې ته خطاب كښې وكړه ۔ غونډه كښې صوبائي وزيرانو مير ظهور بليدي٬ مير سليم احمد كهوسه٬ د تعليم وزيرې راخيه حميد دراني ٬ چيف سېكرټري او نورو لوړ پورو ګدون كولو۔په دې مهال وزيراعلې ته په روانو منصوبو بريفنګ وركړے شو او وزيراعلې په وخت منصوبې تر سره كوونكو محكمو ته شاباشے وركړو او بې غوري كوونكو محكمو ته يې د سخت خشم او خوابدۍ څرګندونه وكړه ۔ هغه سپارښتنه وكړه چې ټولې محكمې دې تر جنوري منظور شوي اسكيمونه په هر صورت مكمل كړي ۔ غونډه كښې د ګرين بس پراختيا منصوبې په اره هم خبرتيا وركړې شوه چې د نوو ګرين بسونو د اغستلو كار مكمل شوے او د اكتوبر په دويمه اوونۍ كښې به كراچۍ پورټ ته بسونه راورسي۔دغسې وزيراعلې د ګرين منصوبې تر اكتوبر په هر صوزرت د تر سره كولو سپارښتنه وكړه او د وګړو اسانيو لپاره يې د بسونو شمېرې زياتولو امر وكړو










