پېښور 29 ستمبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو ویلیج کونسلز كښې په مختلف كېټګريز كښې په خالي چوكو ضمني بلدياتي انتخابات په لړ كښې د نامزدګۍ کاغذونو بېرته اخسستو نيټه ختمه شوې۔ د صوبائي الېكشن كمېشن لخوا د جاري اعلاميه له مخې د صوبې په 11 ضلعو كښې به په 24 خالي چوكو ضمني انتخابات كېږي چې پكښې چارسدہ، سوات، شانګله، بره او كوز دير، مالاکنډ، …
خیبرپښتونخوا كښې ضمني بلدياتي انتخابات لپاره د كانديدانو حتمي فهرست (نن) جاري كېږي

مزید خبریں
پېښور 29 ستمبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو ویلیج کونسلز كښې په مختلف كېټګريز كښې په خالي چوكو ضمني بلدياتي انتخابات په لړ كښې د نامزدګۍ کاغذونو بېرته اخسستو نيټه ختمه شوې۔ د صوبائي الېكشن كمېشن لخوا د جاري اعلاميه له مخې د صوبې په 11 ضلعو كښې به په 24 خالي چوكو ضمني انتخابات كېږي چې پكښې چارسدہ، سوات، شانګله، بره او كوز دير، مالاکنډ، کوهاټ، ډي آئي خان، اېبټ آباد، هري پور او د مانسهرہ ضلعې شاملې دي٬ سبا د نهې په ورځ په 30م ستمبر به د كانديدانو حتمي فهرست جاري كېدو سره هغوي ته انتخابي نښې الاټ كولې شي، پولنګ به په 19 اکتوبر 2025 كېږي او په 22 اکتوبر به ریټرننګ افسران د حتمي نتيجو اعلان كوي










