د وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د باړہ تحصيل دورہ، تیراہ پیښې شهيدانو كورنيو سره د غم رازۍ څرګندونه

پیښور ۔ 26 ستمبر (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو او د مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د خیبر ضلعې د باړه تحصیل دورہ وكړه ۔ ده په دې موقع د ملک ظاهر شاہ په حجره د تیراہ پیښې شهيدانو كورنيو سره وليدل او د هغوي سره يې لاس نيوه وكړه ۔ وفاقي وزیر ووئېل مونږ په دې سخت وخت كښې د …

پیښور ۔ 26 ستمبر (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو او د مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د خیبر ضلعې د باړه تحصیل دورہ وكړه ۔ ده په دې موقع د ملک ظاهر شاہ په حجره د تیراہ پیښې شهيدانو كورنيو سره وليدل او د هغوي سره يې لاس نيوه وكړه ۔ وفاقي وزیر ووئېل مونږ په دې سخت وخت كښې د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شریک يوو۔ ده ووئېل په هېواد كښې د ترهه ګرۍ په پیښو يوازې د خفګان څرګندونه پورا نه ده بلکې مونږ له به د قام په حېث او د ریاست مؤثر عملي اقدامات كول وي ۔انجینئر امیر مقام ووئېل د وخت تقاضا ده چې امن و استحکام لپاره قام او سکیورټي ادارې په ګډه د ترهه ګرۍ مقابله وكړي ۔ ده عزم څرګند كړو چې د امن قیام ته حکومت پام لرنه كوي . ده ووئېل زه پخپله هم د 7 ترهه ګرو بريدونو سره مخ شوے يم چې پكښې ځان مرګي بريدونه هم شاملې وې ۔ ده ووئېل ما پخپله د څو نزدې خپلوانو او ملګرو مړي پخپله پورته كړي دي ۔ انجینئر امیر مقام ووئېل د وزیراعظم شهباز شریف کپه خاص هدایت په ضم شوو ضلعو كښې د امن و ترقۍ ودې لپاره يوه د اعلیٰ كچ کمیټي کار كوي كومه به چې زر خپل سفارشات وړاندې كړي ۔ ده ووئېل زه په مرکزي حکومت كښې د دې سيمكو نمائنده يم چرته چې هم د مرستې ضرورت وي ، زه به ولاړ يم

مزید خبریں