پېښور 26 ستمبر(اے پي پي)د سيفران او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د هغه په استوګنه پېښور صدر كښې د خېرښېګړی ادارې مسلم هينډز خېبرپښتونخوا ريجنل منيجر رحيم الله خان ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د بونير ضلعې سېلاب ځپليو مرستې په اړه وفاقي وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړے ش او په شانګله كښې يې د سروے نه پس د عملي كار پېل كولو هم اطلاع …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د خېرښېګړی ادارې مسلم هينډز خېبرپښتونخوا ريجنل منيجر رحيم الله خان ملاقات

مزید خبریں
پېښور 26 ستمبر(اے پي پي)د سيفران او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د هغه په استوګنه پېښور صدر كښې د خېرښېګړی ادارې مسلم هينډز خېبرپښتونخوا ريجنل منيجر رحيم الله خان ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د بونير ضلعې سېلاب ځپليو مرستې په اړه وفاقي وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړے ش او په شانګله كښې يې د سروے نه پس د عملي كار پېل كولو هم اطلاع وركړه ۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام د مسلم هينډز لخوا پاكستان كښې د روانې خېرښېګړې كارونو ستائېلو سره مننه وكړه او وې وئېل مسلم هينډز مشر چې كله پاكستان ته راشي نو هغه سره به خاص ملاقات كوم۔په دې موقع د مسلم ليګ(ن)لارښود سينيټر بهره مند خان تنګي هم موجود و۔










