كوئټه 24 ستمبر(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د شورو په ورځ د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد او د وزيراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ كوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم جلا جلا ملاقاتونه كړي چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او د مرستې په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد سره په ملاقات …
د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګتي سره د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد او د وزيراعظم كوآرډينيټر جلا جلا ملاقاتونه

مزید خبریں
كوئټه 24 ستمبر(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د شورو په ورځ د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد او د وزيراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ كوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم جلا جلا ملاقاتونه كړي چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او د مرستې په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد سره په ملاقات كښې د صوبې غريب او مستحقو كورنيو خېرښېګړی په اړه تفصيلي خبرې وشويې٬د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئيل صوبائي حكومت د بينظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې د مالي مرستې عمل لا سپيځلے او موثره كولو لپاره د بي آئي اېس پي سره به مرسته روانه ساتي۔ده ووئيل د بلوچستان لرې پرتو او پسمانده سيمو كښې تر مستحق ميرمنو او ماشومانو رسنه باوري كول وړومبې پام لرنه ده٬ دغسې چې د غربت خاتمې او سماجي خېرښېګړې اهداف په ښه ډول سر شي۔ د وزيراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ كوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم سره په ملاقات كښې ماحولياتي چېلنجونو او د دې حل په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعلٰی ووئيل بلوچستان د ماحولياتي بدلون څخه تر ټولو زياته ځپلې صوبه ده چرته چې خشك سالي٬د اوبو كمے او درجه حرارت كښې اضافه نيغ په نيغه د اولس ژوند متاثره كوي۔ده ووئيل چ صوبائي حكومت ماحولياتي بدلون او چېلنجونو مخ نيوي لپاره وړومبے كلائميټ فنډ جوړ كړے كوم چې يو انقلابي اقدام دے او د د ې له مخې ماحولياتي تحفظ٬ د اوبو وسائلو ښه استعمال او ماحول دوسته پروژو بانې كار كولې شي۔










