پېښور 24 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا نادرا ډائرېكټر جنرل خالد عنايت الله د شورو په ورځ ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې د ډي آئي خان ضلعې په كړي خيسور سيمه كښې د نادرا سنټر جوړولو په پېشرفت تفصيلي خبرې وشوی چې د خېبرپښتونخوا نادرا ډائرېكټر جنرل د خېبرپښتونخوا ګورنر ته ووئيل كړي …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا د نادرا ډائرېكټر جنرل خالد عنايت الله ملاقات

مزید خبریں
پېښور 24 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا نادرا ډائرېكټر جنرل خالد عنايت الله د شورو په ورځ ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې د ډي آئي خان ضلعې په كړي خيسور سيمه كښې د نادرا سنټر جوړولو په پېشرفت تفصيلي خبرې وشوی چې د خېبرپښتونخوا نادرا ډائرېكټر جنرل د خېبرپښتونخوا ګورنر ته ووئيل كړي خيسور سيمه كښې د نادرا سنټر جوړولو ټول پړاؤنه بشپړ شوي او د دغې روانه اونۍ كښې د ستمبر په 28مه نيټه د پرانستلو پريكړه شوې ده۔د دې نه علاوه په ملاقات كښې د صوبې په سوئيلي ضلعو پسمانده سيمو كښې نور پنځه نادرا سنټرز جورولو په اړه م خبرې اترې وشوي او په دې اړه د پېشرفت تفصيلي جاج واغستلے شو۔










