جنوبي وزيرستان، سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره اېف سي ساؤتھ او انتظاميې مؤثره اقدامات

جنوبي وزيرستان 21 ستمبر (اے پي پي) د جنوبي وزيرستان سرواكئي سيمه كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله د ژوند نظامِ مفلوج شوې۔دې قدرتي آفت له امله د ځپليو مرستي لپاره فرنټيئر كور خېبر پښتونخوا (ساؤتھ) او ضلعي انتظاميې شريك هنګامي اقدامات پېل كړې،كوم چې ځائې آبادۍ ستائلي۔ ذريعو له مخې د سېلاب له امله زياتو ځپليو سيمو كښې په سمدستي توګه امدادي ډلي لېږلې شوي۔ اېف سي …

جنوبي وزيرستان 21 ستمبر (اے پي پي) د جنوبي وزيرستان سرواكئي سيمه كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله د ژوند نظامِ مفلوج شوې۔دې قدرتي آفت له امله د ځپليو مرستي لپاره فرنټيئر كور خېبر پښتونخوا (ساؤتھ) او ضلعي انتظاميې شريك هنګامي اقدامات پېل كړې،كوم چې ځائې آبادۍ ستائلي۔ ذريعو له مخې د سېلاب له امله زياتو ځپليو سيمو كښې په سمدستي توګه امدادي ډلي لېږلې شوي۔ اېف سي ساؤتھ ځپليو سيمو كښې نه يواځې آمد و رفت بحالۍ لپاره لاري او لاهو شوې پلونه بيا د سره جوړ كړې، بلكه ځپليو له ئې ريليف پيكجز هم وركړې۔ ريليف پيكجز كښې بسترې، كپړے، د روزمره استعمال څيزونه،ميوے او نور ضروري سامان شامل ؤ،كوم چې ځپليو له ورګړې شوي۔ځائې كمانډر ځپليو سيمو دوره كړي او مشرانو سره ئې جرګې هم كړي،چې پكښې اولسي مسئلې اوريدلې شوي او د هغې سمدستي حل باوري شوې۔د سيمي وګړو اېف سي ساؤتھ د اړخه په وخت امداد، بحالۍ اقدامات او اولسي مرسته د اطمينان څرګندوني سره د ادارے مننه كړي۔ ضلعي انتظاميې وئيلي چې ځپليو سيمو كښې تر بشپړه بحالۍ به امدادي هلي ځلي رواني وي،دغسې چې د اولس د ژوند معمولاتِ بحال شي۔

مزید خبریں