د ګلګت بلتستان ګورنر سید مهدی شاه د نوموړي شاعر او مصنف بابا چلاسی (غلام النصیر) په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

ګلګت 20 ستمبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان ګورنر سید مهدی شاه د ګلګت بلتستان نوموړي شاعر او مصنف بابا چلاسی (غلام النصیر) په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ګورنر ووئيل بابا چلاسی د ګلګت بلتستان او په خاص توګه دیامر ثقافت، ادب او تاریخ يو روښانه چراغ ؤ۔هغه د خپلې شاعرۍ او تحریرونو د لارې نه يواځې د اولس زړونه ګټلې …

ګلګت 20 ستمبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان ګورنر سید مهدی شاه د ګلګت بلتستان نوموړي شاعر او مصنف بابا چلاسی (غلام النصیر) په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ګورنر ووئيل بابا چلاسی د ګلګت بلتستان او په خاص توګه دیامر ثقافت، ادب او تاریخ يو روښانه چراغ ؤ۔هغه د خپلې شاعرۍ او تحریرونو د لارې نه يواځې د اولس زړونه ګټلې بلکه د نوي نسلونو لپاره يوه قیمتی ورثه ئې هم پرېښودلي۔د هغه علمی و ادبی خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ګورنر د ارواښاد لژړو درجو او غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا كولو سره ووئيل د هغه ارواښاد كمې به تر ډير وخت محسوسولې شي۔

مزید خبریں