کاشغر 20 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د کاشغر تاریخی عیدګاه جومات دوره وكړه كوم چې د سيمې مشهور مذهبی او ثقافتی ځايونو كشې يو دے۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې د صدر مملکت دا دوره د پاکستان او چین ترمينځه ثقافتی افهام و تفهیم ته ودې وركولو او دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو كښې د …
صدر مملکت آصف علی زرداری د چين دورے په مهال د کاشغر تاریخی عیدګاه جومات دوره

مزید خبریں
کاشغر 20 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د کاشغر تاریخی عیدګاه جومات دوره وكړه كوم چې د سيمې مشهور مذهبی او ثقافتی ځايونو كشې يو دے۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې د صدر مملکت دا دوره د پاکستان او چین ترمينځه ثقافتی افهام و تفهیم ته ودې وركولو او دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو كښې د زياتي شوې مرستې عکاسی کوي۔د کاشغر کمیونسټ پارټی سیکرټری یاؤننګ او امام میمتی جوبن د صدر آصف علی زرداری جومات ته په راسيدو هركلے وكړو۔ د جومات امام صدر مملکت له د جومات دوره وكړه۔ صدر ته د جومات تاریخی اهمیت او ورثے په اړه بریفنګ هم وركړې شو۔د دورے په مهال صدر مملکت د مازيګر لمونځ ادا كړو او د جومات ښه فنِ تعمیر ئې وستائلو۔ صدر مملکت دوره د پاکستان او چین ترمينځه كوټلي ملګرتيا مستحکم کولو كښې يو بل قدم په ګوته كوي۔ سینیټر سلیم مانډوی والا او د دواړو هېوادونو سفيران هم د صدر مملکت سره وو۔









