د ايف سي بلوچستان په لرو او پسمانده سيمو كښې د فري مېډيكل كېمپس تابيا

كوئټه۔ 19 ستمبر (اے پي پي) د ايف سي بلوچستان (ساوته) د اړخه د اولس ښیګرې لپاره په تربت٬ دشت ٬ خاران او د ماشكيل په لرو او پسمانده سيمو كښې فري مېډيكل كېمپس ولګولې شول۔ په مېډېكل كېمپس كښې پوهه ډاكټران٬ تربيه لرونكې پېرا مېډيكل اسټاف په ګڼ شمېر د رنځورانو معائنه وكړه٬ د سړو ٬ مېرمنو او كوچنيانو نه يوازې طبي معائنه وكړې شوه بلكې وړيا داروګان هم …

كوئټه۔ 19 ستمبر (اے پي پي) د ايف سي بلوچستان (ساوته) د اړخه د اولس ښیګرې لپاره په تربت٬ دشت ٬ خاران او د ماشكيل په لرو او پسمانده سيمو كښې فري مېډيكل كېمپس ولګولې شول۔ په مېډېكل كېمپس كښې پوهه ډاكټران٬ تربيه لرونكې پېرا مېډيكل اسټاف په ګڼ شمېر د رنځورانو معائنه وكړه٬ د سړو ٬ مېرمنو او كوچنيانو نه يوازې طبي معائنه وكړې شوه بلكې وړيا داروګان هم وركړے شول٬ په خاص توګه د كوچنيانو او مېرمنو رنځونو ته پام لرنه وشوه دغسې چې د صحت بنيادي مسائل سمدستي حل كړے شي۔ د ايف سي چارواكو تر مخه د دې مېډيكل كېمپس مقصد د صوبې په لرو او پسمانده سيمو كښې استوګنو ته د دوي په درشل معياري اسانۍ ورسول دي او د روغتيا په اړه پیښې ستونزې كمول دي۔

مزید خبریں